د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۱

جان کري ټوله اونۍ له کابل سره په ارتباط کې و


د لویدیځ ګڼو ورځپاڼو د کابل او واشنګتن تر منځ د امنیتي همکاریو د تړون مساله څیړلې او مشورتي لویې جرګې ته یې اشارې کړې دي.

وال سټریټ جورنال ورځپاڼه لیکي چې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دوه ورځې سر په سر د کابل له چارواکو سره په خبرو بوخت و او اخر د چهارشنبې په شپه پر امنیتي تړون موافقه وشوه.

ویل کیږي چې، بیا ولسمشر کرزي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه؛ چې په مشورتي لویه جرګه کې برخه واخلي؛ خو بله امریکایي ورځپاڼه کرسچن ساینس مانیټور لیکي چې، جان کري دغه بلنه رد کړه.

یوه بله ورځپاڼه ګارډین بیا څرګندوي چې؛ جان کري ټوله اونۍ له کابل سره په ارتباط کې و. دغه ورځپاڼه وړاندې لیکي، د کابل او واشنګټن له امنیتي تړون سره به د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې شخړې ته د هوارې لاره پیدا شي چې؛ تر اوسه په کې ۲۱۵۳ امریکایي عسکر وژل شوي او د زرګونو ملکي افغانانو ژوند یې اخیستی دی.

له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلکیدو لپاره د مشورتي لویې جرګې تر څنګ د افغانستان د ملي شورا موافقه ضروري ده. فارین پالیسي خپرونه لیکي، د دې سربیره چې د جرګې پریکړې رسمي حیثیت نه لري، خو ولسمشر کرزي بیا بیا ویلي دي چې د دغه تړون د یو شمیر مهمو موضوعاتو په برخه کې به د جرګې کسان پریکړه کوي.

فارین پالیسي خپرونې بیا په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې په کابل کې د امریکا د سفیر راین کراکر خبرې رااخیستې دي؛ چې وایي، د افغانستان جګړه د ګټلو ده، خو موږ باید وړاندې ګام واخلو او که د افغانستان په قضیه کې موږ رامخته نه شو نور هم نه راوړاندې کیږي.

کراکر زیاتوي، که موږ خپلې ژمنې له افغانانو سره ترسره نه کړو تړونونه به د کاغذ پر مخه پاتې شي.

له فارین پالیسي خپرونې سره د راین کراکر نظر ته په یو ډول د لویدیځ یوه بله ورځپاڼه وال ستریت جورنال اشاره کوي او لیکي، که چیرته د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون وشي نو د لویدیځ یو شمیر نور هیوادونه، لکه جرمني او ایټالیا به هم ورته موافقتنامې وکړي او دغه هیوادونه غواړي په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته یو شمیر پوځیان ولري.

همدغه خبره بریتانیایي ورځپاڼې ټایمز هم کړې ده او دا یې پرې زیاته کړې ده، که تړون ونه شي امریکا ښایي پریکړه وکړي چې هغه کلني څلور میلیارډه ډالر مرستې چې له افغان ځواکونو سره یې د هغو ژمنه کړې ده، له افغانستان سره ونه کړي.
XS
SM
MD
LG