د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۱

"۵+۱"هېوادونه د ایران د اتمي شخړې هواري ته دوام ورکوي


د پنځه جمعه یو هېوادونه ډله د ډیپلوماټیکو لارو د ایران د اتمي شخړې هواري ته دوام ورکوي. د نړۍ د پیاوړو هېوادونو په دې ډله کې امریکا، روسیه، چېن، فرانسه، بریتانیا او جرمني شامل دي. دوي غواړي چې ایران پر دې هېواد د نړېوالو بندیزونو د کمولو په بدل کې خپل اتمي پروګرام بند کړي.

د دې خبرو اترو تر پیلیدو مخکې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاټرین اشټون، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره چې په دې خبرو کې د ایراني هییت مشري کوي، په جلا ډول وکتل.

جواد ظریف ایراني خبریالانو ته وویل چې؛ خبرې اترې ښې وې خو ډیر توضیحات یې ورنه کړل.

د کاترین اشټون او جواد ظریف له لنډې پرانیستنې وروسته دواړو هییتونو رسمي خبرې اترې پيل کړې.

د ایران د اتمي پروګرام په اړه د خبرو اترو په مخکېني پړاو کې دواړه غاړې پر یو جوړجاړي سلا کېدو کې پاتې راغلل.

د دې جوړجاړي له مخې ایران ته اجازه ورکول کېده چې؛ یوراینمو تر درې نیمو فیصدو غني کړي او تر شلو فیصدو د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي.

لویدیځ هېوادونه په دې باور دي چې؛ ایران د اتمي وسلې د جوړولو هڅې کوي خو ایران وايي چې؛ اتمي پروګرام یې د سوله يیزو اهدافو لپاره دی.

د خبرو اترو دا پړاو په داسې حال کې ترسره کېږي چې؛ د جمعې په ورځ د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه يي وویل، د ایران دا حق چې اتومي انرژي ولري، د بحث وړ موضوع نه ده:

"ټینګار کوو چې؛ د ایران د ملت له حقونو څخه باید یو قدم هم په شا نه شو."

خامنه يي په خپلو خبرو کې د مذاکراتو ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ چې د نړۍ پیاوړي هېوادونه باید د ده په وینا د ایران سرې کرښې ته درناوی وکړي.

خامنه يي همدا رنګه وویل چې؛ ایران غواړي د نړۍ د ټولو هېوادونو ان امریکا سره هم دوستانه اړیکې ولري. خو د نوموړي شااو خوا راټولو شویو خلکو د ” مرګ پر امریکا “ شعارونو سره د هغه دا څرګندونې بدرګه کړې.

د نړۍ پیاوړي هېوادونه همدارنګه د ایران د یو اتمي ریکټور په اړه چې په ارک کې نصب شوی اندېښنه لري.

د ایران رقیب هېواد اسرایل خبرداری ورکړی دی چې؛ له ایران سره په جوړ جاړي کې باید بیړه ونه شي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د چارشنبې په ورځ د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره له خبرو وروسته په مسکو کې وویل، هیلمن دی چې د ژنیو په خبرو کې به یو داسې جوجاړی رامنځ ته شي چې؛ ټولو لورو ته د منلو وړ وي.
XS
SM
MD
LG