په کابل کې د مشورتي لویې جرګې د پرانیستو په درشل کې خپاره شوي راپورونه څرګندوي چې؛ د کابل او واشنګتن تر منځ د امنیتي همکاریو پر تړون بشپړه موافقه نه ده شوې.
د اختلافاتو خبره په داسې وخت کې رابرسیره شوې ده چې؛ د کابل او واشنګتن تر منځ د همدې تړون پر سر تازه خبرې هم شوې دي.
رویټرز اژانس څرګندوي چې؛ د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون پر سر موافقه نهایي شوې نه ده.
دا خبره په داسې وخت کې خپره شوې ده چې؛ ټاکل شوې ده چې، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې مشورتي لویه جرګه پرانیستل شي او دا مساله وڅیړي.
که چیرته دا موافقه و نه شي، نو امریکا خبرداری ورکړی دی چې له افغانستانه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه خپل ټول پوځیان وباسي او افغان ځواکونه به پریږدي چې دوی په یوازې سر د طالبانو په مشرۍ له یاغي ځواکونو سره جګړه وکړي.
د رویټرز اژانس په وینا، د سې شبنې په ورځ د کابل او واشنګتن تر منځ پر دې اختلافات پیدا شول چې؛ کابل وویل، ولسمشر اوباما یو لیک استوي او په هغه کې هغو تیروتنو ته اشاره کوي چې؛ په تیرو دولسو کلونو کې امریکا په افغانستان کې کړې دي.
د ولسمشر کرزي ویاند ایمیل فیضي وویل، د دواړو حکومتونو تر منځ وروستۍ موافقه ونه شوه او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دا خبره په ځای ده چې لاهم باید نیمګري کارونه بشپړ شي.
افغان حکومت وایي چې دوی ته دا ډاډ ورکړل شوی دی چې روانه اونۍ به بارک اوباما مشورتي لویې جرګې ته لیک استوي.
بل لور ته د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس وویل چې دغسې وړاندیز به د جمهوري غوښتونکو انتقادونه راوپاروي او د جګړې قرباني شوي امریکایان به په قهر کړي، نو داسې کوم شی نه شته.
که چېرته کابل او واشنګتن موافقه وکړي چې امنیتی تړون سره وکړي نو یو شمیر بهرني ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي. د فبروري په میاشت کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې امریکایي چارواکو ویلي وو چې نړیوال پر دې غور کوي چې له اتو زرو تر دولسو زرو پورې پوځیان په افغانستان کې وساتي.
د دې ترڅنګ د اوباما اداره پر دې غور کوي چې په افغانستان کې له دریو زرو تر نهو زرو پورې پوځیان وساتي، خو که چیرته امنیتي تړون ونه شو بیا به خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي، ورته پریکړه دوه کاله مخکې واشنګتن په عراق کې وکړه او کله چې یې د بغداد له حکومت سره په خبرو موافقه ونه شوه خپل ټول عسکر یې له عراقه وایستل.