د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۲

کري: تیرې تیروتنې به په راتلونکې کې تکرار نشي


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما به په یوه لیک کې د دې ډاډ ورکړی چې؛ امریکایي ځواکونه به نور هغه تیروتنې تکرار نه کړي چې په تیره څه باندې یوه لسیزه کې یې په افغانستان کې ترسره کړي دي.

دا څرګندونې د ولسمشر ویاند ایمل فیضي پرون ناوخته په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

فیضي وویل، افغان ولسمشرحامد کرزي پرون ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کري سره په ټیلیفوني خبروکې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د اختلاف وړ موضوعاتو په باب خبرې وکړې او دواړو لورو موافقه وکړه چې؛ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو په اړه د افغانانانو د اندیښنو د لیرې کولو لپاره به د امریکا ولسمشر بارک اوباما یولیک استوي چې؛ هغه به د امنیتي تړون له مسودې سره د مشورتي لویې جرګې غړیو ته وړاندې کیږي.

فیضي وویل، کري دا ومنله چې؛ امریکایي ځواکونه په افغانستان کې تیروتنې کړې دي.

د ولسمشر ویاند د ازادي راډیو د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما لیک دامانا لري چې؛ امریکایي ځواکونه به بیا هم اجازه ولري چې؛ په افغانستان کې عملیاتو ته دوام ورکړي، وویل، په دې اړه به د مشورتي لویې جرګې ګډون وال پریکړه کوي.

د ولسمشر ویاند زیاته کړه، د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د تړون په اړه په روانو خبرو کې یو د اختلاف اساسي ټکی همدا د امریکایي ځواکونو د عملیاتو پر مسالې څرخي چې؛ دواړه لوري یې په اړه ژور اختلاف لري او په دې اړه خبرو تر اوسه هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.

فیضي وویل، د دې مسالې د حل لپاره افغان ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته دوه وړاندیزونه وکړل:

"لومړی حل لاره چې؛ افغان ولسمشر د امریکا متحدو ایالتونو یا د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندیز کړه دا وه چې؛ دواړه دریځونه یانې د امریکا دریځ چې غواړي ځواکونه یې د افغانانو کورونو ته ننوځي او عملیات ترسره کړي او هم د افغانستان دریځ چې له دې کارسره مخالف دی دواړه موارده د امنیتي او دفاعي تړون په مسوده کې شامل شي او د افغانستان خلک به یې په اړه پریکړه وکړي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دې په مشورتي لویه جرګه کې برخه واخلي او د متحدو ایالتونو له دریځ څخه دې دفاع وکړي.

بل وړاندیزداو، چې که لومړی وړاندیز نه منل کیږي نو امریکا کولای شي دغه امنیتي تړون د افغانستان له راتلونکي حکومت سره لاسلیک کړي."


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جن ساکې هم په واشنګټن کې خبریالانو ته دا تایید کړه چې؛ د امنیتي تړون پر سرخبرې روانې دي او دواړه لوري تر اوسه نهایي نتیجې ته نه دي رسیدلي.

په داسې حال کې چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په اړه اختلافات دوام لري، کابل به سبا د مشورتي لویې جرګې کوربه وي چې د دغه تړون په اړه به پریکړه کوي.

د جرګې دونیم زره ګډون وال به په ټوله کې د امنیتي تړون او په تیره بیا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قضایي مصونیت په اړه پریکړه کوي.

د راپورونو له مخې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه خبرې په وروستیو کې له افغان لوري ولسمشر حامد کرزي او د امریکا له لوري په کابل کې د امریکا سفیر جمز کننګهام او په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفورد مخ ته وړي.

د ولسمشر ویاند دغه راز وویل چې؛ ولسمشر کرزي پرون د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره له خبرو وروسته له کننګهام او ډنفورډ سره هم وکتل او د امنیتي تړون په اړه خبرې وکړې.
XS
SM
MD
LG