ایران په کندهار کې د خپلې قونسلګري په خاطر د دغه ولایت یو عمومي سړک د ترافیکو پر مخ تړلی دی.
د کندهار په ښار نوی سیمه کې د ایران قونسلګرۍ مخ ته تیر شوی عمومي سړک د تیرو شپږو میاشتو راهیسې د ترافیکو پرمخ تړل شوی.
پر دغه عمومي لاره سمیټي خښتې ایښوول شوي او یوازې د ورځې له خوا خلک ورباندې پیاده تګ راتګ کوي.
د دغه لارې د تړل کیدو په عکس العمل کې د سیمي لسګونه اوسیدونکي ولایتي شورا ته په شکایت ورغلي او ګواښ یې کړی که چېرې دغه لاره خلاصه نه شي نو دوي به مظاهرې وکړي.
د خلکو په وینا د دغه لارې په وجه يي کاروبار په ټپه دریدلی او دوستان یې نه شي کولای چې د دوي کورونو ته تګ راتګ وکړي:
"د خدای پار دی دا د کندهار ښار عمومي لاره ده، خو تړلې ده که چېرې دا لاره خلاصه نه شي نو موږ به دا سړک بند کړو بیا به پیاده خلک هم رانه شي"
بل خوا د کندهار د ولایتي شورا غړي نعمت الله شیردلي د خلکو دغه ستونزې جدي بولي او وايي چې؛ په دې اړه به د مسوول چارواکو سره د دغه لارې د خلاصیدو لپاره خبرې کوي:
"مظاهرې دې دوي نه کوي، موږ مکتوب استولی یوازې د دې لارې نه بلکې د ټولو هغه سیمو چې هلته دا سمیټي خښتې ایښوول شوي."
هڅه مو وکړه چې؛ په دې اړه د کندهار د چارواکو او د ایران د قونسلګري نظر هم واخلو خو د ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدو.
راپور: محمدصادق رښتینی