د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۹

خوستي ځوانان: د مشورتي لويې جرګې استازي دې ملي ګټو ته په پام پریکړې وکړي



نجیب الله الوخېل

د خوست د بیلابیلو ولسوالیو او سیمو یو شمېر ځوانان او سیمه وال وايي، چې د افغانستان او امریکا د متحده ایالتونو د حکومتونو تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیکولو په اړه د ملي تصمیم نیونې له پاره د مشورتي لویې جرګې رابلل پر ځای ګام دی او دوی د یادې جرګې د جوړولو ملاتړ کوي، خو د مشورتي لویې جرګې د ګډونوالو څخه غواړي، چې باید په ملي پریکړو او تصمیم نیونو کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د غوښتنو او غرضونو تر اغېز لاندې رانشي، بلکې په خپلواکه توګه د افغانستان د خلکو ګټو ته په کتو پریکړې وکړي.

د نوموړې موضوع په اړه د خوست د بیلابیلو سیمو او ولسوالیو د یو شمېر ځوانانو او مشرانو هغه غونډه، چې نن د یکشنبې په ورځ هېوادپال ځواک ټولیز بنسټ کې جوړه شوې وه، د موخو په اړه يې د یاد بنسټ مشر ولي مت خان خادم مشال راډیو ته داسې څرګندونې وکړې:

"د خوست د ځوانانو غوښتنه دا وه، چې د مشورتي لویې جرګې نه یو ملاتړ وکړي، خو تر څنګ يې په هغو کسانو غږ وکړي، چې دوی په مشورتي لویه جرګه کې ګډون لري، دوی باید تړون وګوري، موارد يې له نظره تېر کړي، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو تر تاثیر لاندې رانشي، هسې نه چې د هغوی د اهدفو له پاره پریکړې وکړي، دوی باید ملي ګټې په پام کې ونیسي د افغانستان ولس په پام کې ونیسي او د افغانستان خپلواکي په پام کې ونیسي."

د خوست ولایت یو تن ځوان عبدالولي واحدزي د غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې وویل، چې د مشورتي لویې جرګې استازي دې د ټولو افغانانو ستونزې او محتاجۍ په پام کې ونیسي، هغه پریکړې دې وکړي، چې د افغانانو د اوس او راتلونکې په خیر تمامې شي:

"دغه استازي چې نن د افغانستان د قومونو، د افغانستان د ولسونو او د افغانستان د کونډو، بورو یتیمانو استازیتوب کوي او ځان يې استازی ګڼي، دا استازي به په واقعي مانا سره د افغانستان د خلکو ستونزې او مشکلات په نظر کې ونیسي، هغه څه به ومني او پریکړه به وکړي، چې هغه د افغانستان د ولس په خیر وي، د افغانستان د راتلونکې په خیر وي او د افغانستان په ګټه وي."

د خوست د ښاروالۍ د مشورتي شورا مشر کرامت خان خپلواک وویل، د جرګې ګډونوال باید داسې پریکړې وکړي، چې زموږ هېوادوال د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو له محتاجۍ نه خلاص شي:

"هغه څوک چې د افغانستان د سرنوشت په اړه پریکړه کوي، هغه که په ملي شورا کې دي او که په لویه جرګه کې دي، دوی دې اول په الله توکل وکړي، دیو باید یوازې د افغانستان ملي منافع په نظر کې ونیسي، تر څو چې افغانستان استقلال خوندي شي او خپلواکه هېواد واوسیږي، نور د ګاونډیو هېوادونو او د نورو مملکتونو له احتیاجۍ څخه خلاص شو."

د یادونې وړ ده، د مشورتي لویې جرګې د جوړولو د کمیسون چارواکي وايي چې په مشورتي لویه جرګه کې ټول دوه نیم زره کسان ګډون کوي او د پنجشنبې په ورځ به د ولسمشر حامد کرزي له خوا رسماً پرانیستل شي او په یاده جرګه کې به د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه سلا مشورې او پریکړې ترسره شي.
XS
SM
MD
LG