د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

سپنتا وايي امريکا په بګرام کې یوه مستقله اډه غواړي


د ملي امنیت په چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار وويل چې؛ پر افغانستان د تیري د تعریف په مسالې کې امریکا د افغانستان شرایط منلي دي.

په امنیتي او دفاعي تړون کې امریکا ژمنه کوي چې؛ پر افغانستان به د تیري په صورت کې له دې هیواد سره همکاري کوي؛ خو د تیري د تعریف په اړه اختلافات موجود وو.

د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا ولسي جرګې ته وویل؛ امریکا توافق وکړ چې؛ په بهرني هېواد کې د افغان دولت د مخالفینو د تمویل او ملاتړ پر ضد به هم له افغانستان سره په ګډه مبارزه کوي:

"د دې تړون په اساس دواړه لورې د هر ډول بهرني وسله وال ځواک یا د افغانستان خاورې او حکومت ته د تهدید پر وړاندې مکلف دی چې؛په ګډه سره یې دفاع وکړي."

افغان چارواکو تل ادعا کړې چې، وسله وال مخالفین یې د ډیورنډ له کرښې اخوا د پاکستان په خاوره کې پټنځایونه لري او تمویل او تجهیز کیږي.

ښاغلي سپنتا وویل، له امریکا سره د افغانستان امنیتي سند پرته له یوه هیواده، د نړی ګڼ شمېرهیوادونو حتی روسیې او چین هم تایید کړی دی.

ده د سند دلاسلیکیدو د مخالف هیواد نوم یاد نه کړ؛ خو پخوا تردې ایران نه غوښتل چی دا سند لاسلیک شي.

د ولسي جرګې ځینو غړو دا اندیښنه لرله چې؛ امریکا د افغانستان په اکثرو سیمو کې پوځي اډې غواړي.

خو ډاکترسپنتا وویل، امریکا یوازې د کابل په بګرام کې یوه مستقله اډه غواړي او په نهو ولایتونو کې به یې پوځي ډلې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره پرتې وي:

"د امریکا متحدو ایالاتو له بګرام پرته له موږ څخه په هیڅ ځای کې مستقله پوځي اډه نه ده غوښتې.

خو په نهو سیمو کې یې د افغان پوځیانو د روزنې او تجهیز په خاطر، هغه هم د افغان حکومت په اجازه، د خپلو یوشمېر عسکرو ځای پرځای کېدل غوښتي دي."


ده وویل، دا پوځي ډلې به په کابل، هرات، مزارشریف، کندهار، هلمند، ګردیز، جلال اباد او شینډنډ کې ځای پر ځای وي.

ښاغلي سپنتا وویل چې، که له امریکا سره امنیتي تړون ونه شي؛ افغانستان ښايي په ملکي او پوځي برخو کې هغه مالي مرستې له لاسه ورکړي چې؛ په توکیو او شیکاګو کنفرانسونو کې یې د ورکړې ژمنې شوی دي.

ښاغلي سپنتا وویل چې، د تړون نه لاسلیک کول به افغانستان یو ځلې بیا منزوي کړي:

"زه باوري یم چې، د دې سند د نه لاسلیکېدو په نتیجه کې به افغانستان د پخواپه شان بیاهم یوازې پاتې شي.

دوی ژمنه کړې چې څلوراعشاریه یو میلیارد ډالره به د افغان اردو او پولیسو د تجهیزولو لپاره، تردوه زره څلرویشتم کال پورې افغانستان ته ورکوي.

دا هم د افغانستان غوندې یوغریب هېواد ته اهمیت لري."


امریکا د افغانستان په باب د شیکاګو په کنفرانس د دې هېواد له امنیتي ارګانونو سره، هرکال د څلوراعشاریه یو میلیارد ډالرو د ورکړې ژمنه کړې ده.

مسوولینو داهم وویل، که دا سند لاسلیک شي، په اساس به یې په افغانستان کې د امریکا او ایساف له لسو څخه ترشپارس زرو پورې پوځیان پاتې شي؛
د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال شېر محمد کریمي؛ له هېواد سره د امریکا او نړیوالۍ مرستې مهمې وبللې.

ښاغلی سپنتا دا هم وویل، د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او د فاعي تړون لس کاله اعتبار لري.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG