کابل چاپ یوشمېر ورځپانو په افغانستان کې د هغه ماشومانو په اړه چې سخت او شاقه کارونه کوي؛ لیکنې او تبصرې کړې دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټوټکو سره د ولسمشر له خولې لیکلي د ماشومانو د شاقه کارونو مخه دې ونیول شي.
همدې ورځپاڼې د حامد کرزي اونیزه راډیويي وینا راخیستې چې د بشري حقونو له مدافع ټولنو څخه یې غوښتي د کارګرو افغان ماشومانو د بشري حقونو خوندیتوب یقیني کړي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې دښاغلي کرزی هغه غوښتنه راخیستې چې؛ له میندو، پلرونو او استخدامونکو څخه یې کړې ده چې؛ د ماشومانو د شاقه کارونو مخینوی وکړي.
د سرنوشت ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ د وروستیو احصایو له مخې د امهال په افغانستان کې شاوخوا اوه سوه زره افغان ماشومان په سختو او شاقه کارونو بوخت دي.
لیکوال وېره څرګندوي، ښايي په شاقه کارونو د اخته ماشومانو شمېر تر یو میلیون زیاته وي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې دغه بېوزلي ماشومان د شاقه کارونو ترڅنګ کله ناکله له سخت تشدد، رواني فشارونو او حتی له جنسي ځورونې سر هم مخ کېږي.
د سرنوشت ورځپاڼې د لیکوال په اند د ماشومانو اوسني او ورځ تربلې خرابېدونکي حالت ته په کتو سره ښکاري چې؛ دولت او د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب په پلمه جوړې شوې موسسې د ماشومانو لپاره په کار کولو کې سخته ناغیړي کوي.
د لیکوال په باور د ماشومانو د خوندي کولو لپاره اوسني کارونه په نشت حساب دي او په دې ډول موږ د خپل هېواد راتلونکی خرابوو.
لیکوال وړاندیز کوي، افغان دولت باید په دې برخه کې کارنده ګامونه واخلي؛ ځکه دا د دولت دنده ده چې؛ ماشومان له دغه حالت څخه وباسي دغه رازمیندې او پلرونه، مرسته کوونکې ادارې او ټول افغانان باید یو بل ته لاس روکړي او افغان ماشومان د ستونزو له دغه ډنډه راوباسي.
محور:
محور ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې د کاګرو افغان ماشومانو حقونه څنګه خوندي شي چې؛ د کور یوازینی نفقه راوړونکی له لسو کلونو کم عمره ماشوم وي؟
د لیکوال په باور یوشمېر بهرني بنسټونه دوی دافغان راتلونکي نسل دریښو له منځه وړو لپاره داسې لارې چارې عملي کوي؛ چې سره له اوسه د بسیا راتونکي نسل ریښې وشلوي، څوک یې د دین په نوم اوڅوک یې د سیاست په نوم.
د محور ورځپاڼې لیکوال دولت ته سپارښتنه کوي؛ که کورنۍ غواړي، نو د عامه پوهاوي او بالاخره مجازاتو له لارې د ممانعت مسوولیت حکومت ته متوجه کېږي ؛چې تر ننه په کې پاتې راغلی دی.
چمتوکوونکی: رحمت الله افغان