د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۳

د حکیم الله محسود وژل کېدو په وسله والو ډلو کې زړې دښمنۍ راپارولي


رویټرز خبري آژانس لیکي چې، د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله محسود وژل کېدو د دې ډلې په لیکو کې د قدرت پرسر مبارزه چټکه کړې او ښايي د سیمې امنیت ته ګواښونه هم زیات کړي.

تېره اونۍ کله چې د قبایلو یوې شورا ملافضل الله د تحریک طالبان پاکستان د مشر په توګه غوره کړ؛ د یوې سیالې قبیلې څو قوماندانان په داسې حال کې چې سخت په غوسه وو؛ له غونډې ووتل.

رویټرز په سیمه کې د طالبانو د یوه قوماندان له قوله چې په جنوبي وزیرستان کې د نومبر په اوومه په جوړه شوې غونډه کې حاضر و؛ لیکي چې وايي، کله چې د ملافضل الله نوم د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه اعلان شو؛ دا قوماندانان له غونډې ووتل او ویل یې چې د طالبانو مشرتابه نوره نو له مینځه ولاړه.

خو نوموړی یادونه کوي چې، د غونډې نورو ګډونوالو له نوي مشر څخه ملاتړ وکړ او د بمي حملو او چاودنو د یوه څپې په پیلولو سره د حکیم الله محسود د انتقام لپاره له پلان جوړولو سره ملګري شول.

یادشوی قوماندان وايي، دا د پاکستان د حکومت پرضد چې د امریکا لاس پوڅی دی د دوی د مبارزې نوی پیل دی. دی زیاتوي، هغوی چې شوروي اتحاد یې له افغانستانه واېست پاکستان خو ډېر آسانه ړنګولای شي.

رویټرز لیکي، پاکستاني طالبان چې بېلابېلې ډلې په کې دي او یوازې په جهادي عقایدو او له لویدیځ سره په اختلاف کې ګډون سره لري هېڅکله یوموټي نه وو. دوی له افغان طالبانو څخه بېل فعالیت لري، خو د محسود مړینه چې د مسودو له ځواکمنې قبیلې څخه و او د یوسفزي ملافضل الله غوره کېدل ښايي د پاکستاني طالبانو تصویر له بنسټه بدل کړي.

د رویټر په وینا سره له دې چې د سولې کومې مهمې خبرې نه دي ترسره شوي، د محسود په مشرۍ طالبان د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرو مفکورې ته چمتو ښکارېدل خو ملافضل الله له اسلام آباد سره د هرراز خبرو احتمال رد کړی او په پنجاب کې یې پر حکومت او امنیتي تاسیساتو د حملو د پیل اعلان کړی.

د فاټا تحقیقاتي مرکز کارپوه صفي الله محسود وايي؛ د مسودو قبیله نه یوازې د فضل الله پر غوره کېدو خپه ده؛ بلکې داسې راپورونه هم شته چې ښايي په نژدې راتلونکي کې د سیالو ډلو ترمینځ وسله والې نښتې پیل شي. صفي الله محسود وايي داسې ښکاري چې اوس مهال د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د سولې مخالف ځواک غښتلی شوی.

پنجاب ته چې د پاکستان ترټولو سوکاله صوبه ده د فضل الله ګواښ هلته دېره افراطي ډلې سختې ناامېده کړې دي. په پنجاب کې د سپاه صحابه، لشکرجنګوي او جیش محمد په څېر ډلې دېره دي چې؛ د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو له مودو راهیسې زغملي او حتی ملاتړ یې ترې کړی. ځینې دا ډلې د دې لپاره جوړې شوې وې چې؛ په کشمیر کې د هندي ځواکونو پرضد جګړه وکړي؛ خو د پاکستاني طالبانو او القاعده شبکې د نفوذ په نتیجه کې په وروستیو کلونو کې د پاکستان پرضد شوي.

په اسلام آباد کې یو لویدیځ ډيپلومات رویټرز آژانس ته ویلي چې؛ د حالاتو کنټرول د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې له لاسه وتلی او ISI اوس په دې پوهېږي.

آژانس لیکي، په داسې حال کې چې د افراطي ډلو په لیکو کې تحرکات او بدلونونه راروان دي، ځواکمنو پنجابي ډلو خپل مخ د افغانستان خواته اړولی چې؛ امریکايي ځواکونه په راروان کال کې ترې وځي.

د جیش محمد څو تنو جنګیالیو چې د کشمیر په جګړو کې یې ګډون کړی؛ رویټرز ته ویلي دي چې، د دوی پر زړونو د افغانستان جګړه اوري. د دې ډلې قوماندان عبدالرحمن وايي؛ موږ په افغانستان کې سوله غواړو؛ خو یوازې د ملا محمد عمر تر مشرۍ لاندې.

نوموړی اټکل کوي چې، د امریکايي ځواکونو له وتلو سره به قومي مشران له ملاعمر سره کېني او پرېکړه به وکړي. د جیش محمد دا قوماندان وايي؛ که اړتیا وي موږ په افغانستان کې جګړې، د جنګیالیو استخدام او د کسانو لېږلو ته تیار یو.
XS
SM
MD
LG