د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

د کاندیدانو له لومړني لیسته ایستل شویوکسانو یو ايتلاف اعلان کړ


د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو له لومړني لیسته ایستل شویوکسانو نن په خپل منځ کې یوايتلاف اعلان کړ.

دې ايتلاف، چې پر ځان یې «د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي ژمنتیا» نوم ایښی، وویل د دوي هدف یوازې په انتخاباتي بهیرکې د ستونزو اواري، د فساد پر ضد مبارزه او افغانستان ته د سولې راتګ دی.

د ټولټاکنو خپلواک کمیسون د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره له ۲۷ کاندیدانو څخه ۱۷ محروم کړل او ویې ویل چې د هغوی اسناد نیمګړي ول.

اوس د انتخاباتي شکایتونو کمیسون د حذف شویو او دغه راز په ابتدايي لیست کې د شاملو کاندیدانو په اړه څېړنې کوي.

ټاکل شوې وه چې؛ د راتلونکې شنبې (د لړن ۲۵مه) نهايي لیست اعلان شي خو د شکایتونو کمیسون نن چهارشنبې اعلان وکړ چې؛ نهايي لیست به ترټاکلې مودې څو ورځې په ځنډ خپور کړي.

له بلې خوا ملګروملتو د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د رايي ورکوونکو د نوم لیکنې د درېم پړاو د بشپړېدو هرکلی وکړ.

د رايي ورکوونکو د دې پړاو ترپایه ټولټال درې ملیون تنو ته د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د راتلونکې کال د انتخاباتو لپاره رای کارتونه ورکړای شول.

یوناما په یوه خبرپاڼه کې وویل: په دیرو پړاوونو کې درې ملیونه او اووه زره شپږ سوه ۸۶ تنو نومونه ثبت کړي چې څه باندې درېمه برخه یې ښځې دي.
XS
SM
MD
LG