د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۵

پکتيکا کې لس تنه وسلوال ووژل شول


تېر ماښام د پکتيکا ولايت ګوملې سرحدي ولسوالۍ د زمین تويي په سیمه کې د
افغان ملي او سرحدي پولیسو په ګډ کمين کې لس تنه وسلوال وژل شوي او یوه
اندازه وسلې او مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان ازادۍ راډیو ته وویل، چې د شنبې ورځې
په ماښام د وسلوالو یوه لس کسیزه ډله د پولي له اخوا راوښتي وه او غوښتل
يې دلته ورانکاره بریدونه ترسره کړي، چې د مخکنیو مالوماتو له مخې د
پولیسو له کمین سره مخامخ شوه او ټول لس تنه وسلوال په کې ووژل شول،
همداشان له وسلوالو څخه یوه اندازه وسلې، مهمات او یو عراده پیکپ موټر هم
ترلاسه شوي دي.
د مخلص افغان په وینا په دې نښته کې دوه تنه سرحدي پولیس هم ټپیان شوي دي:
((د پکتیکا ولایت د ګوملې ولسوالۍ سرحدي پولیسو او پوله ساتونکو پولیسو د
یو ګډ کمين په ترڅ کې د زمین توی په سیمه کې لس تنه د دولت وسلوال
مخالفین په داسې حال کې وژلي چې دوی له پولي راوښتي وو، او غوښتل يې زموږ
په خاوره کې ورانکاري عملونه ترسره کړي. خو دوی موخې ته د رسیدو وړاندې زموږ د پولیسو له خوا په نښه شول او یاده ډله په بشپړ ډول له منځه تللې، له دوی څخه یوه اندازه وسلې او مهمات او یو عراده پیکپ موټر هم زموږ پولیسو ته په لاس ورغلی دی، د نښتې په ترڅ کې
زموږ دوه تنه پوله ساتونکي پولیس هم ټپیان شوي دي.))
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

نجیب الله الوخېل
XS
SM
MD
LG