د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۶

محسني: د احتمالي کاندیدانو پر شکایتونو غور کوو


د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کميسيون وايي، د جمهوري رياست د ځينو احتمالي کانديدانو په اړه شکايتونه او اعتراضونه ور رسېدلي دي.

د جمهوري رياست لپاره د لسو کسانو نومونه د احتمالي کانديدانو په توګه په لومړني ليست کې شامل شوي دي.

د انتخاباتي شکايتو کميسيون په وروستيو کې د انتخاباتي شکايتونو د ارزونې بهير په علني ډول پيل کړى دى.

تمه کېږي، د ١٣٩٣ل کال د انتخاباتو لپاره د کانديدانو نهايي ليست د لړم يا عقرب پر ٢٥مه خپور شي.

د افغانستان د انتخاباتي شکايت اورېدنې کميسيون وايي، د راتلونکو انتخاباتو د ځينو احتمالي کانديدانو په اړه ور رسېدلي شکايتونه د قوانينو له مخې څېړي.

د دې کميسيون وياند او کمشنر نادر محسني ازادۍ راډيو ته ونه ويل چې په وررسېدلو شکايتونو کې کوم موارد شامل دي:

”د جمهوري رياست د کانديدانو په اړه هم ځينې شکايتونه شته. اوس ډېر تر وخت مخکې خبره ده چې زه د جزئياتو په اړه تاسو ته توضېحات درکړم، د قانون له حکمونو سره سم به ورباندې غور کوو“

ښاغلي محسني زياته کړه، د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د احتمالي کانديدانو په اړه نژدې درې سوه شکايتونه وررسېدلي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ يا فيفا وايي، که د احتمالي کانديدانو په اړه شکايتونه سم ثابت شي، د دوى نومونه به له لومړني ليست څخه وايستل شي.

د جمهوري رياست انتخاباتو ته ٢٧ کسانو ځانونه کانديد کړي وو، خو په لومړني ليست کې يوازې لس کسان پاتې شول.

د ولايتي شوراګانو لپاره هم درې زره او شپږپنځوسو کسانو ځانونه کانديد کړي وو، خو په لومړني ليست کې يوازې د دوه زره اته سوه او څلورو کسانو نومونه راغلي دي.

هغه کسان چې له لومړني ليست څخه يې نومونه يې ايستل شوي، اعتراض لري چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون بې له دې چې د دوى اسناد وڅېړي د دوى نومونه يې ليرې کړې دي.

د انتخاباتي شکايت اورېدنې کميسيون وايي د ١٣٩٣ل کال د انتخاباتو پر نهايي ليست په جديت سره کار روان دى. دغه ليست به د لړم يا عقرب پر پنځه ويشتمه خپور شي.
XS
SM
MD
LG