د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۵

پاکستان: افغان کډوال په ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې ورکولو حق غواړي


په خيبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال په دغه ايالت کې د افغانستان په راتلونکيو ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې ورکولو حق غواړي.

د خيبر پښتونخوا د بېلابېلو افغان کمپونو مشرانو د جمعې په ورځ د پېښور په حيات اباد کې د يوې غونډې په ترڅ کې له افغان دولت او د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کميسونه وغوښتل، چې دوى ته دې په خيبر پښتونخوا کې د افغانستان په ولسشمريزو ټاکنو کې د رايې اچونې اسانتيا برابره کړي، څو دوى هم د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

دغه غونډې ته چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د متحدې عالي شورا په نوښت جوړه شوې وه، د خيبر پښتونخوا له بېلابېلو افغان کمپونو او ښاري سيمو څخه ډېر شمېر افغان کډوال راغلى وو.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د متحده عالي شورا وياند امان الله نصرت ازادي راډيو ته وويل، که افغان دولت کډوالو ته د رايې ورکولو حق ورنه کړل، نو دوى به جدي غبرګون ښکاره کړي:

" په پاکستان کې د افغان کډوالو متحده عالي شورا د افغان دولته په کلکه غواړي، چې په راتلونکيو ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې اچونې ورکړي، ځکه دا د اساسي قانون له مخې د هر افغان حق دى. د افغانستان حکومت او نورې اړوندې ادارې بايد د کډوالو په حقوقو باندې سترګې پټې نه کړي او که چېرته افغان حکومت زموږ دغه غوښتنه پوره نه کړي، نو افغان کډوال به سخت غبرګون ښکاره کړي."

د شورا د فرهنګي چارو مسوول نجيب ننګيال وايي، چې د افغان کډوالو په اړه د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون دا پرېکړه غېر عادلانه ده:

" د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کميسيون دا پرېکړه چې په راتلونکيو ولسمشريزو ټاکنو کې برخه نه ورکوي، موږه په کلکه غندو او دا به په ټولو محکمو او څآرونواليو کې ننګوو او له يوناما او نورو ادارو څخه غوښتنه کوي، چې ددغې غېر عادنه پريکړې مخه ونيسي."

د غونډې يو تن ګډونوال سيد عبدالله پاچا د ټاکنو پر کميسيون نيوکه وکړه او ويې ويل:

" چون د ټاکنو کميسيون مستقل کميسون نه هيله کوو، چې دوى دې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د رايې ورکونې حق ورکړي او که چېرې دا دوى د وزيرانو شورا ته د پريکړې لپاره وړاندې کوي، نو بيا ددې کميسيون مستقليت څه شو؟"

د غونډې يو تن بل ګډونوال خليل کريمي وايي، که چېرې افغان کډوالو ته د رايې کارونې حق ورنه کړل شي، نو د هېواد يوه ستره برخه به د خپلې خوښې د ولسمشر له ټاکلو محرومه پاتې شي:

" کډوالو ته که چېرته د رايې ورکونې حق ورنه کړل شي، نو د هېواد يوه لويه برخه به د خپل ولسمشر له ټاکلو څخه محرومه پاتې شي. په پاکستان او ايران کې تقريباً ٤ ميليونه مهاجر اوسېږي او د دوى همېشنۍ هيله دا ده، چې دوى د خپل ولسمشر په ټاکلو کې برخه واخلي. "

د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړېوالې ادارې د سروې له مخې دا مهال د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ١٧ لکه راجستر شوي افغان کډوال اوسېږي.

ياده دې وي، چې په افغانستان کې د راروان ٢٠١٤ م کال په اپريل کې ولسمشريزې ټاکنې ترسره کېږي او ټولټال ١١ کسان د افغانستان د ولسشمرۍ لپاره کانديد دي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG