د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۵

د موسې نوري د وژلو مسولیت د جیش العدل وسلوالې ډلې په غاړه اخیستی


د بلوڅانو یوې سني وسله والې ډلې د یوه ایراني مدافع وکیل د وژلو مسولیت منلی دی.

د جیش العدل په نامه د بلوڅ وسله والو دغې ډلې په خپله ویب پاڼه ویلي چې؛ د دغه وکیل وژل د ایران له خوا د اکتوبر په ۲۶ نیټه د ۱۶ زنداني بلوڅانو د اعدامولو غچ دی.

د بلوڅانو یوې سني وسله والې ډلې چې؛ ځان جیش العدل یادوي د یوه ایراني مدافع وکیل د وژلو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

د راپورونو له مخې مدافع وکیل موسې نوري د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان پولې ته نږدې په زابل سیمه کې د یوه روغتون مخته له خپل موټر چلونکي سره یو ځای په ډزو وژل شوی دی.

جیش العدل په خپله ویب پاڼه ویلي، دا ایرانۍ چارواکۍ يې د هغو ۱۶ زنداني بلوڅانو د اعدام په عکس العمل کې وژلی چې ایران د اکتوبر په ۲۶ په دار وځړول.

دغې ډلې ویلي وژل شوي د زاهدان مدافع وکیل موسې نوري سلګونه بې ګناه بلوڅ ځوانان په مرګ محکوم کړي وو.

ایراني چارواکو تیره اکتوبر میاشت ۱۶ زنداني بلوڅان یوه وروسته له هغې اعدام کړل چې له پاکستان سره پر پوله ۱۴ سرتیري د وسله والو په یوه برید کې ووژل شول.

د جیش العدل په نامه دغې سني وسله والې ډلې ددغو ایراني سرحدي ساتونکو د وژلو مسولیت هم منلی او ویلي يې دي چې داوژنه په ایران او سوریه کې د ایران د حکومت لخوا د سنیانو د ډله ائیزې وژنې په انتقام کې شوې ده.

د سیستان بلوچستان ولایت اوسیدونکي وايي حکومت ددوي پر وړاندې له تبعیض کار اخلي .

په برتانیه کې د بلوچستان د څیړونو د مرکز مشرعبد الستار دوشوکي ازادۍ رادیو سره په خبرو کې د ایران حکومتي ادارې او وسله واله ډلې د تاوتریخوالي په وروستي لړۍ کې لاس لري.

“په دغې سیمه کې امنیتي ، استخباراتي او قضايي چارواکي په دې باور دي چې د ټوپک په زور کولی شي په سیستان بلوچستان کې امنیت ټینګ کړي.بل لور ته بیا سخت دریځه ډلې د تاوتریخوالي هرکلی کوي او باور لري چې له دې لارې خپلو اهدافو ته رسیدلی شي.”

سیستان بلوچستان ولایت چې اکثره اوسیدونکي يې غریب دي او د ایران له نادارو سیمو څخه شمیرل کیږي ،له افغانستان څخه اروپا ته د مخدرو موادو د قاچاق یوه مهمه لاره هم ګڼل کیږي.

څیړونکی عبد الستار دوشوکي د جیش العدل وسله والې ډلې په اړه وايي دا د جند الله ډلې له پاتې شینو څخه ده او له هغو تکتیکونو کار اخلي چې جند الله د ایران د حکومت پر ضد کارول.
XS
SM
MD
LG