د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وروستي برید کې د پاکستاني طالبانو د مشر له وژل کیدو وروسته په افغانستان کې د پرتو ناټو ځواکونو د اکمالاتو لاره چې له پاکستان تیریږي، بیا د تړل کیدو له خطر سره مخامخ ده.
د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وروستي برید کې د تحریک طالبان پاکستان د مشر حکیم الله محسود له وژل کیدو وروسته د خیبر پښتونخوا حکومت د ناټو ځواکونو د اکمالاتو د لارې د تړلو لایحه تصویب کړ.
د ناټو د اکمالاتو د لارې تړل د پاکستان د مرکزي حکومت له صلاحیتونو څخه دی چې؛ د بې پیلوټه الوتکو له حملو سره خپل مخالفت ښيي خو مرکزي حکومت د خیبرپښتونخوا د دغې پریکړې په اړه يې محتاطانه عکس العمل څرګند کړی دی.
د ناټو د د اکمالاتو د لارو د تړولو پر موضوع په اسلام اباد کې سلا مشورې دوام لري او پر دې مسله د ملي اجماع په صورت کې کیداۍ شي د خیبرپښتونخوا د حکومت پریکړه په رسمي توګه عملي شي.
که چیرته د پاکستان مرکزي حکومت د ناټو د اکمالاتو د لارې تړل رد کړي نو دا هم ممکنه ده چې د خیبرپښتونخوا حکومت چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په واک کې دی،په یوازې سر ددې لارې د تړولو لپاره اقدام وکړي.
د لندن د سلطنتي متحده خدماتو د انسټیټیوټ غړی ششناک جوشي وايي، په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو اتیا په سلو اکمالات اوس یا د هوا او یا د شمال له لارې ترسره کیږي.
خو د نوموړي په وینا د پاکستان له خاورې ناټو ځواکونو ته اکمالات په ارزانه بیه تمامیږي:
"دا به عملیات پیچلي کړي. دا به د ځینو وسایلو او مهماتو داخلول هم بند کړي. دا به زیات لګښت هم ولري ځکه چې زیات وسایل به بیا یا د دوبۍ او یا هم له بل کوم ځای څخه د هوا له لارې انتقالیږي.په دې سره به د اکمالاتو چارې چې وار له مخې يې مصرف لوړ دی نور هم په لویه بیه تمامې کړي."
که څه هم چې د پاکستان واکمن مسلم لیګ نواز ډله او تحریک انصاف ګوند دواړه په ظاهره د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو د حملو مخالت کوي خو تحریک انصاف تر اوسه په دې نه دی توانیدلی چې د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې له امریکا سره د پاکستان د همکارۍ په مخالفت کې نورې سیاسي ډلې له ځانه سره یو ځای کړي.
په داسې حال کې چې پاکستان لا دمخه له اقتصادی پلوه ځپل شوی او د انرژۍ په برخه له ستونزو سره مخ دی، د ناټو د اکمالاتو د لارې په تړولو سره به دې هیواد ته بهرنۍ مرسته او اقتصادي همکاري هم له خطر سره مخامخ شي.