د راتلونکې مشورتي لویې جرګې د تیاریو کمیسیون مشر وایي، که د کابل او واشنګتن ترمنځ امنیتي سند لاسلیک نه شي، افغانستان به له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شي.
حضرت صبغت الله مجددي په دې باور دی چې؛ لویه جرګه به د دې موضوع ارزښت ته په کتو د امنیتي سند د لاسلیک په اړه رایه ورکړي او له امریکا سره به د قضایي صلاحیت مسئله هم ومني.
د جوړیدونکې مشورتي لویې جرګې د تیاریو د کمیسیون رییس وایي، که له واشنګتن سره امنیتي سند لاسلیک نه شي، افغانستان به د خپلو امنیتي ځواکونو د یوې میاشتې لګښت هم ور نه شي کړای.
حضرت صبغت الله مجددي له اشنا راډیو سره په مرکه کې ویلي چې؛ د کابل او واشنګتن ترمنځ امنیتي سند د افغانستان په ګټه دی او ټینګار کوي چې دا سند باید لاسلیک شي:
"که دا قرارداد امضا نه شي دا ټول د افغانستان په خساره دی، د امریکا په خساره نه دی، که دا سند نه وي افغانستان یوه میاشت هم د خپلو عسکرو مصارف نه شي ورکولای، اکثریت افغانان له تاریخه خبر دي، خپلې آیندې او د ګاونډیو اوضاع ته ګوري، ټول طرفدار ددې دي چې باید امضا شي."
نوموړی په داسې حال کې دا خبره کوي چې؛ تر دې مخکې په کابل کې د امریکا سفیر ویلي وو، که داسند لاسلیک نشي نو امریکا به هغسې چې غواړي له افغانستان سره مرستې ونشي کړای.
د امریکا سنا د پوځي کمیټې رییس هم ویلي چې؛ دا مرستې به بلکل بندې شي.
د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي سند د لاسلیک په اړه مشورتي لویه جرګه د عقرب میاشتې په وروستیو ورځو کې په کابل کې جوړیږي.
ولسمشر حامد کرزي څه موده وړاندې کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دسفر پر مهال وویل چې؛ د امنیتي سند په اړه موافقې ته نږدې شوي، خو د امریکایي ځواکونو د قضایي تعقیب په څرنګوالي سلا شوي نه دي.
ولسمشر کرزي وویل، ددې موضوع په اړه به لویه جرګه پریکړه کوي، خو ددې جرګې د تیاریو د کمیسیون مشر صبغت الله مجددي وایي چې دی له امریکا سره د هغوی د پاته کیدونکو عسکر قضایي صلاحیت هم مني:
"صحې ده، دا منو، امریکا بله چاره نه لري، په سلو هیوادونو کې چې امریکا عسکر لري شرایط یې دادي چې د عساکرو محاکمه یې باید په امریکا کې وشي، مونږ هم همدا غواړو چې محاکمه شي."
ځيني حقوقي او سیاسي کتوونکي هم له امریکا سره امنیتي سند د هیواد د اقتصاد او امنیت لپاره ګټور بولي.
فاروق بشر ازادي راډیو ته وویل چې امریکا د خپلو عسکرو د قضایي تعقیب صلاحیت غواړي، نه مصئونیت او افغانستان باید دا خبره ورسره ومني:
"دوی اصلآ مصئونیت نه غواړي، دوی غواړي چې قانون د امریکا باید پر دوی تطبیق شي او دوی په امریکا کې محاکمه شي، دوی نه غواړي چې د افغانستان په محاکمو مې محاکمه شي، دوی وایی محاکمه باید زمونږ په لاس او زمونږ په محاکمو کې ."
ځینې څیړونکي وایي، که له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون ونشي، ددې هیواد نور متحدین به هم په افغانستان خپل پوځي حضور ونه ساتي او مرستې به ورسره کمې کړي.
خو اکثره کتوونکي په دې اند دي چې دا سند به لاسلیک کیږي ځکه افغانستان او امریکا له مخکې په خپلو منځو کې دستراتیژیکو همکاریو یو تړون لاسلیک کړی دی.
راپور: اسدالله "لودین"