د بشري حقونو د څارنې ډلې پرون د هغو ادعاوو په اړه چې وایي، امریکایي خاصو ځواکونو د ملکي افغانانو په شکنجه او وژلو کې لاس درلود، د جدي او بې پرې څیړنې غوښتنه وکړه.
د بشري حقونو د څار ډلې چې؛ مرکز یي په امریکا کې دی هغه راپور ته چې د چهارشنبې په ورځ رولینګ سټون مجلې خپور کړی اشاره کړې چې؛ د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په میدان وردګو ولایت کې د اتلسو سړو په وژنه کې د امریکا د پوځي قطعې د رول په اړه نوې پوښتنې راپورته کوي.
د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د بشري حقونو د څار ډلې د تروریزم ضد د څانګې لوړ پوړې څیړونکې اندریه پراساو په یوه بیان کې وویل چې؛ د میدان وردګو ولایت د نرخ پیښې باید په جدي، بې پرې او شفافه توګه وڅیړل شي.
د پراساو په وینا په داسې حال کې چې؛ دا واضح ده چې دغه جنایت تر سره شوی، امریکایي چارواکو ته پکار ده چې؛ دا معلومه کړي چې څه پیښ شوي او څوک یې مسول دي؟
هغې زیاته کړه، د امریکا متحده ایالات له بشري حقونو څخه د هغو سرغړونو د ادعاوو په اړه چې په تیرو دولسو کلونو کې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې ترسره کړي، د قانوني تعقیب به برخه کې خرابه سابقه لري.
رولینګ سټون مجله په خپل راپور کې چې؛ له افغان کلیوالو، د قربانیانو د کورنیو له غړیو او سیمه ییزو چارواکو سره یې د مرکو په اساس برابر کړی ادعا کوي چې د هغو لسو ورکو شویو کسانو مړي موندل شوي چې د امریکایي خاصو ځواکونو قطعې ته نژدې ښخ کړای شوي و.
په راپور کې د یوه افغان کلیوال چې امریکایي خاصو ځواکونو نیولي و، دا خبره هم را اخیستل شوې چې وایي، ده په خپلو سترګو لیدلي چې د دغو ځواکونو ترجمان ذکریا کندهاري خپل ګاونډ په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه یې په خوا کې ولاړ ول په ډزو وویشت او ویې واژه خو دغو عسکرو یې هیڅ مخه ونه نیوله.
کندهاری په تیره مې میاشت ونیول شو. نوموړی د افغان چارواکو له خوا له امریکایي ځواکونو سره د کار په موده کې د ملکي وګړو په شکنجه کولو او وژلو کې په لاس لرلو تورن دی.
هغه پرځان لګول شوي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې؛ ده د امریکایانو امر پر ځای کړی دی.
کله چې په نرخ ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د شکنجې او وژنو مسله رسوا شوه ولسمشر حامد کرزي امریکایي خاصو ځواکونو ته له میدان وردګو ولایت څخه د وتلو امر وکړ. خو دغه ځواکونه په مارچ میاشت کې یواځې له نرخ څخه ووتل، خو د دې ولایت په نورو سیمو کې تر اوسه فعال دي.
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ناتو ځواکونو د دغو پیښو په اړه څیړنه ترسره کړه خو چارواکو وروسته وویل چې؛ داسې څه یې نه دي موندلي چې امریکایي ځواکونو دې کوم خراب کار کړی وي.
په جولای میاشت کې د امریکا د پوځ جنایي څانګې هم د دغو ادعاوو په اړه نوې څیړنه پیل کړه.
رولینګ سټون د امریکا د پوځي منابعو په حواله وایي چې؛ دغه څیړنه وروسته له هغې پیل شوه چې؛ د سره صلیب نړیوالې کمیټې په دې اړه نوي شواهد وړاندې کړل.
د امریکا د پوځ د جنایي تحقیقاتو د قومندانۍ ویاند کریس ګری فرانسپرس ته وویل چې تراوسه جنایي تحقیقات روان دي.
هغه وویل، خاصو پلټونکو په دې اړه څیړنه وروسته له هغې پیل کړه چې؛ په کابل کې د ایسف حقوقي سلاکارورته د شویو ادعاوو په اړه معلومات ورکړل.
چارواکو وویل، د پوځ مسولین د تحقیقاتو خوندی توب ته په پام سره په پام کې نه لري چې د دغې قضیې په اړه معلومات خپاره کړي.