د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

ظریف: اوسنۍ نړۍ نویو تګ لارو ته اړتیا لري


نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر په ژنیو کې له دغه هېواد سره د امریکا او نورو لویدیځو قدرتونو له نویو اټمي خبرو دوه ورځې مخکې هیلې ورکوونکې څرګندونې وکړې.

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د فرانسې له بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس سره له لیدو مخکې د دغه هېواد یو تلویزیوني چنل ته پرون وویل:

"زه په دې باوریم چې؛ ان په همدې اونۍ کې هم کېدای شي موافقې ته سره ورسیږو.

خو زه له خپل لوري خبرې کوم او د بل لوري څخه خبرې نه شم کولای."


د ایران بهرنیو چارو وزیر نن چهارشنبې په پاریس کې د یونیسکو د عمومي غونډې په مهال رویټرز خبري اژانس ته وویل چې؛ اوسنۍ نړۍ نویو تګ لارو ته اړتیا لري:

"ښه ده، زه په دې باور یم چې موږ اوس نوې نړۍ لرو. موږ ټول د نړېوالو چارو لپاره یوې مختلفې کړن لارې ته اړتیا لرو او ایران پرته له شکه په خپلو ټولو بېلابېلو نړېوالو محیطونو کې د نوي رول ادا کولو ته تیار دی."

وروسته له دې چې؛ حسن روحاني د تیرې جون په میاشتې کې د ایران جمهوررییس وټاکل شو د هغو نړېوالو بندیزونو د لیرې کولو په مقصد چې په تیرو کلونو کې په دغه هېواد لګول شوي او سخت زیانونه يې پر ځای پریښې د اټمي لانجې د حل لپاره وړاندیزونه وکړل.

نیویارک ټایمز لیکي:

داسې بریښي چې؛ ایران اوس غواړي چې د دغه هېواد د اټمي پروګرام د پراخ تفتیش او څارنې په مساله له نړېوالو قدرتونو سره خبرې وکړي او د دغه پروګرام په اړه د ملګرو ملتونو د اټمي ادارې مهمې پوښتنې ځواب کړي.

ایران د ژنیو د روستۍ غونډې په ترڅ کې وویل چې؛ د خبرو لپاره یي د یو چوکاټ وړاندیز کړی او امریکایانو یې هرکلۍ وکړ.

خو په هرصورت یوې موافقې ته رسیدل تر اوسه ځکه لیرې بریښي چې؛ دغه ډول موافقه بېلابېل اړخونه لري او ان د اسراییلو په څیر هېوادونه هم باید ترې راضي شي چې؛ په خبرو کې مستقیمه برخه نه لري.

اسراییل له کلونو راهیسي اندیښنه لري چې؛ ایران د خپل اټمي پروګرام ترشا په پټه د اټمي وسلو د جوړولو کوښښ کوي.

خو ایران تل ویلي دي چې؛ د دوي اټمي پروګرام سوله ییز اهداف لکه د انرژۍ تولید او نور طبي مقاصد تعقیبوي.
XS
SM
MD
LG