د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۸

"کابل ښاریان دې د بریښنا له ډیرکارولو ډډه وکړي"


د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولین د کابل ښار له اوسېدونکو غواړي، چې د برېښنا له ډیر کارولو څخه ډډه وکړي.

د دې شرکت مسوولینو د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، که خلک د برېښنا له کارولو سره احتیاط ونه کړي، نو په ژمي کې به په بریښنا کې ډیره پرچاوي رامنځ ته شي.

د کابل ښار اوسیدونکې هم وایي چې؛ باید د بریښنا په کارولو کې پوره احتیاط وشي، خو دوي په ژمي کې د برښنا پرچاوي د خلکو لپاره لویه ستونزه بولي.

د افغانستان د بریښنا شرکت وایي چې؛ د بریښنا د پرچاوي د مخنیوي لپاره باید په ژمي کې کورنۍ د بریښنا په کارولو کې له بل هروخت نه ډیر احتیاط وکړي.

د دې شرکت مسوولینو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د برښنا وارداتي مزي د 3000 میګاواټه برښنا د انتقال وړتیا لري اوکه فشار ورباندي ډیر شي، دوی مجبور دي، چې برېښنا په موقت ډول بنده کړي.

د برېښنا شرکت سوداګریز رئیس میرویس عالمي له خلکو نه داسې غوښتنه وکړه.

" د برېښنايي انرژۍ له کارولو سره باید خلک احتیاط وکړي، د ګڼي ګوڼي ساعتونه معمولان د مازیګر له 5 بجو څخه د شپې تر نهو بجو پورې وي، که په دغو ساعتونو کې ډیره برېښنا ونه کارول شي، نو برښنا هم نه بندیږي.

خو که ډیره استفاده وشي، بې له دې چې برېښنا بنده کړو بله لاره نه لرو."


په کابل ښار کې په وروستیو کلونو کې ډیرو کورونو ته برښنا ور رسول شوې او د برښنا شرکت وایي چې؛ په ژمي کې د بریښنا له کمیدو سره چې تر ډیره له یو شمېر ګاونډیو هېوادونونه را واردیږي که چېرې خلک د بریښنا کارول کم نه کړي نو ښایي چې پرچاوي ډیره شي.

په عین حال کې د برېښنا شرکت مسوولین وایي، دولتي ادارو د تیرو کلونو په پرتله د برښنا د بلونو پیسې په وخت ورکړي، خو اوس هم ځیني ادارې له دوی نه د برښنا له درکه 900 میلیونه افغانۍ پور وړي دي.

برېښنا شرکت وايي، سږ کال د دې شرکت عواید اووه میلیارډه افغانۍ دي، چې د تیرکال په پرتله 23 فیصده ډیروالۍ ښيي او تمه لري، چې دغه اندازه په راتلونکې کال کې 13 میلیارډه افغانیو ته زیاته شي.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي له خلکو غواړي، چې د برېښنا له کارولو سره احتیاط وکړي، تر څو پرچاوي په کې زیاته نشي:

“په ژمي کې برېښنا ته ډیره اړتیا ده، خلک له برېښنا څخه چاره نه لري، نن شپه پر 8 بجې برښنا ولاړه بیا نو نیمه ورځ هم نه وي، له برېښنا شرکته هیله کوو، چې برېښنا دغه ډول بنده نه سي او خلک هم باید د برېښنا له کارولو سره پام وکړي.

که خلک د برېښنا له کارولو سره احتیاط وکړي، نو دا کار د ټولو خلکو په ګټه دی او دغه ستونزه باید په راتلوونکې وخت کې حل شي.”


په ژمي کې د برېښنا د پرچاوۍ خبره په کابل اوځینو لویو ښارونوکې نوې خبره نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم په ژمو کې د برېښنا د کمښت له امله خلک له دې ستونزي سره مخ وه.

خلک وايي، د برېښنا پرچاوي یوازي د سون موادو پر بیو اغېز نه لري، بلکې د کمپنیو د کارونو د ځنډ او تولیداتو د کمېدو سبب هم ګرځي.

د راپورونو له مخي د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې یو شمېر کمپنۍ هم له دې امله بندي سوي، چې برېښنا یې نه درلودل او د ماشیني برېښنا له کارولو سره یې ټول کارونه متاثر سوي دي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG