د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۲

په تېزاب سوځېدلي مخ بیا ښوونځي ته ځي، خو د ښوونکې په توګه


په کال ۲۰۰۸م د شمسې پر مخ تېزاب شیندل شوي و
په کال ۲۰۰۸م د شمسې پر مخ تېزاب شیندل شوي و
پنځه کاله پخوا چې کله شمسیه حسیني د کندهار د میرویس مینې د نجونو ښوونځي ته روانه وه؛ یوه سړي چې تیمبوزک یې وهلی و؛ ورڅخه وپوښتل: "ښوونځي ته ځې؟" او وروسته يې پر مخ تېزاب وروشیندل.

د دغه برید په نتیجه کې د شمسیې مخ او د سترګو باڼه زیانمن شول.
سره له دې چې په همغې ورځ په کندهار کې په نورو کوچنیانو هم ورته بریدونه وشول؛ خو شمسيې او ملګرو یې تصمیم ونیو چې، خپل درس او ښوونځی به نه پریږدي.

اوس چې له دې پیښې دا دی پنځه کاله تیریږي؛ د شمسیې د مخ پرهارونه روغ شوي؛ خو سترګې یې لا هم درد کوي.

شمسیه حسیني اوس هم ښوونځي ته ځي خواوس زده کونکې نه بلکه خپله معلمه ده.

۲۲ کلنه شمسیه اوس په ډېر شوق کوچنیانو ته تدریس کوي.

هغه په مسکا وايي چې، کله ناکله شاګردان زما شاوخوا لوبې او شوخي کوي او زما حوصله او زغم آزمایي، خو معلمي له شاګردي ډېر بهتر دی او زه کوشش کوم چې ښه معلمه شم.

شمسیه وايي غواړم په تدریس سره دا ثابته کړم چې؛ ښځې له آشپزخانې پرته ډېر نورکارونه هم کولی شي.

پنځه کاله پخوا چې په شمسیې برید وشو؛ نو نړېواله پاملرنه ورته وشوه؛ تردې چې لورا بوش د امریکا د هغه مهال د جمهور رییس میرمنې دغه د شمسیې په مخ د تېزابو شیندل یو بزدلانه برید وګاڼه او د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي ژمنه وکړه چې؛ بریدکوونکی به اعدام کړي.

شمسیه حسیني وايي، که چیرې له جمهور رییس سره مخامخ شي؛ نو ورڅخه به وپوښتي چې ولې یې خپله ژمنه عملي نه کړه.

هغه وايي، یو برید کوونکی د هغوی له کور سره نژدې اوسي او هره ورځ شمسیه ویني چې؛ ښوونځي ته ځي.

شمسیه تقریباً ۴۲۵۰ افغانۍ تنخواه لري او د نجونو په ابتدايي ښوونځي کې لیک، لوست او رسم تدریسوي او اوچتو ټولګیو ته د ریاضي، ساینس او جغرافیې درس ورکوي.

ملګري ملتونه او لویدیځ ډیپلوماټان وايي؛ د نجونو زده کړه او تحصیل د طالبانو د واک له نسکورېدو وروسته په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان لوی بریالیتوب دی.

ملګري ملتونه وايي، دوه ملیونه او څلور لکه نجونې په ابتدايي ښوونځیو او لیسو کې زده کړې کوي او ۵۱ زره ښځې معلمانې دي.
XS
SM
MD
LG