په افغانستان کې داروپایي ټولنې مسوولین په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ښځو ګډون مهم بولي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د انتخاباتو او حکومتداري مسوول "لویز" د سه شنبې په ورځ د افغانو ښځو د پیاوړي کولو تر نامه لاندې یوې غونډې ته وویل؛ له ښځو سره د تاوتریخوالي له منځه تلل په دې هیواد کې د ثبات او پرمختګ له راوستلو سره مرسته کوي.
ښاغلي لویز په هېواد کې ښځو ته د برابرو حقونو نشتوالی د پرمختګ په مخ کې یوه جدي ستونزه وبلله:
"افغانستان د بیارغونې په بهیر کې دی او په دې برخه کې ډیر ښې بریاوې ګټلي؛ خو تر هغه چې د حقوقو برابري په نظر کې ونه نیول شي او د ښځو حقوق مراعات نه شي سوله نه شي راتلای.
دا واضح خبره ده چې ښځې غښتلتیا ته ضرورت لري چې؛ موږ باید په دې برخه کې هڅه وکړو؛ خو د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي اود مساوي حقوقو نه ورکول په افغانستان کې د سولې د پرمختیا پر وړاندې یو لویه ستونزه ده."
اروپایې اتحادیې ټولنه له ۲۰۰۵ میلادي کال راهیسی په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د هغوی د ظرفیتونو د لوړو په برخه کې هکاري کوي.
د تاوتریخوالي د پيښو له قربانیانو سره مرسته، هغوی ته د مرکزونو جوړلو، همداراز د پیښو قربانیانو ته حقوقي او روانې سلا مشورې ورکول هغه څه دي چې اروپايي ټولنه په کې همکاري او مرسته کوي.
ښاغلي لویز په خپلې وینا کې ډاډ څرګند کړ چې؛ د ښځو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره له افغانستان سره د اروپايي ټولنې مرستې دوام وکړي.
په عین وخت کې د ښځو چارو وزارت له نړیوالو مرستندویه هېوادنو څخه غواړي؛ ترڅو د افغان ښځو د ملاتړ لپاره اوږده مهاله پروژې عملي کړي.
د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفر د افغان ښځو د پیاوړی کولو ترنامه لاندې جوړې شوې غونډې کې له نړیوالو مرسته کوونکو وغوښتل؛ ترڅو افغان ښځو ته اساسي کارونه وکړي.
"د دوی کارونه تل په افغانستان کې لنډ مهالې وي؛ په لند مهال کې یو پروژه پیلوي او ختموي يې؛ حتا د پروژې ګډونوال موږ ته راځي او وايي چې زه اوس باسواده یمه او دا کار ما زده کړی ما سره مرسته وکړئ؛ موږ ته د زمینو برابرول ډیره ستونزمنه خبره ده.
په دې خاطر زه لیوالیتا لرم اوږد مهالو پروژو ته چې درې کاله یا پنځه کاله وي چې؛ په ترڅ کې یو کس په خپل ځان بسیا شي."
تر دې مخکې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې اعلان کړی و چې؛ په بیلابیلو برخو کې د ښځو د رول د پیاوړي کولو لپاره یې دوه سوه ملیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
دې ادارې ویلي وو چې، د ښځو د رول د پياوړي کولو لپاره یې یو پنځه کلن پلان برابر کړی دی.
خو بل خوا ځینې کتوونکي هم وايي چې؛ د ښځو د پرمختګ لپاره اکثره کارونه یوازې په پلازمینه کابل او ځینو لویو ښارونو کې کیږي او یو شیمر ولایتونه او لرې پرتې سیمې ترې بې برخې دي.
راپور: مرضیه احمدزۍ