د امریکا د اردو د انديښنو د ښودلو یوه ورځ وروسته؛ د افغانستان دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونه په ښه توګه د غرب له خوا د ورکړل شویو تجهیزاتو څارنه کوي.
د افغانستان دفاع وزارت د اپراسیون ريیس "جنرال افضل امان" د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ په تېرو اتو میاشتو کې چې افغان ځواکونو په مستقله توګه کوم عملیات ترسره کړي؛ همدغه وسایط او تجهیزات یې په کې کارولي دي.
جنرال امان دا ومنله چې د دې تجهیزاتو یوه برخه د مخالفینو له خوا د ښخ شویو ماینونو په چاودنو کې ویجاړیږي؛ خو دا ادعا یې رد کړه چې، ګواکې افغان ځواکونه د دې تجهیزاتو په ساتلو کې ستونزه لري:
"دا وسايط او تجهیزات چې غرب موږ ته راکړي، د عملیاتو او توانمندۍ ټول فعالیتونه پرې په ښه توګه ترسره کوو.
د همدې تجهیزاتو په واسطه عملیاتي پلانونه پرمخ وړو؛ څارنه یې هم کوو. خو یوه ستونزه دا ده چې، د دې وسايطو او تجهیزاتو یوه برخه د مخالفینو له خوا د ښخ شویو ماینونو په چاودنو کې تخریبیږي."
د امریکا د دفاع وزارت خپور شوی راپور له یوې خوا وايي؛ چې افغان ځواکونه د غرب له خوا د ورکړل شویو تخنیکي تجهیزاتو په ساتنه کې ستونزې لري او دغه نوی جوړ شوی اردو به ونه توانیږي چې؛ د مخالفینو پر وړاندې په دوامداره توګه وجنګیږي. خو له بلې وایي چې، افغان ځواکونه اوسمهال د دې توان لري چې؛ د هېواد د یو شمېر سیمو امنیت د بهرنیو ځواکونو له مرستو پرته هم وساتي.
د امریکا د اردو د دغه ضد او نقیض راپور په هکله د چارو ځیني پوهان وایي؛ په دې بهانو باید افغان ځواکونه له مرستو بې برخې نه شي.
د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وایي چې؛ د وسایطو په ترمیمولو کې باید له افغان ځواکونو سره هم مرسته وشي:
"دا ډول بررسي باید، د دې لپاره بهانه نه شي چې، د افغانستان امنیتي ځواکونه د جنګي وسايطو له اخیستلو محروم کړي.
که په دې برخه کې ستونزه وي، هغې ته باید تدابیرونیول شي. د دې وسايطو په ترمیمولو کې باید له افغان ځواکونو سره لازمې تخنیکي مرستې وشي."
د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وایي، د مخالفیتو پر ضد د دوی اته میاشتیني مستقل بریالي عملیات ښيي چې؛ افغان ځواکونه د مخالفینو پروړاندې جنګیدلی شي.
دوی داهم وایي، دا پرمختګونه بې تلفاتو هم نه دي شوي.
د امریکا د اردو په راپور کې دې ته هم اشاره شوې چې؛ د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کېدل به، د ستونزو له حل سره مرسته وکړي.
امریکا ویلي، د دې تړون له لاسلیک کېدو سره به، له دوه زره څوارلسم کال وروسته په دې هېواد کې یو شمېر پوځیان وساتي؛ څو افغان ځواکونو سره په روزنیزو چارو کې مرسته وکړي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې په وروستیو څو میاشتو کې له افغانستان څخه شاوخوا اویا زره بهرني ځواکونه وتلي او ځایونه یې افغان ځواکونو ډک کړي دي.
خو ځیني خلک له دوه زره څوارلسم کال وروسته د افغان ځواکونو پر توان یو لړ اندیښنې لري.
راپور: خان محمد سیند