په ننګرهار کې میشت عربان وايي،چې په تېره مشورتي جرګه کې دوي ته د ګډون حق نه و، ورکړل شوی او اوس د راتلوونکې مشورتي جرګې لپاره هماغه پخوانۍ لست غوره شوی،چې په دې لست کې هم د دوی کوم استازی نشته.
په همدې خاطر دوی غوښتنه کوي،چې په راتلوونکې مشورتي جرګه کې،دوی ته ونډه ورکړل شي.
حاجي عزیزالرحمن عرب وايي، شاوخوا پینځلس زره کورنۍ عربان په جلال اباد کې میشت دي او د دولت په هره برنامه کې باید دوی فعاله ونډه ولري:
" ننګرهار په بهسود ولسوالی شاوخوا ۹۰ فیصده عربان میشت دي او دارنګه په کامه ولسوالۍ کې او د ښار په ناحیو کې هم ګن شمېر عربان اوسيږي،زموږ غوښتنه داده،چې په راتلوونکې مشورتي جرګه کې د نورو قومونو په څير موږ ته هم ونډه راکړل شي"
د عربانو یو شمېر قومي مشران د همدې موضوع په خاطر د ننګرهار ولایت مقام ته د اعتراض په ډول ورغلي و او خپله ستونزه يې ورسره شریکه کړه.
دغه قومي مشران وايي، که څه هم ولایتي چارواکو ورته تمه ورکړې،خو دوی بیا هم ټينګار کوي، چې په پخواني جوړ شوي لست کې دې د دوی د استازو نومونه هم ورځای کړي:
"محمد هاشم دانشیار: په تیره لویه جرګه کې زموږ د عربانو کوم استازی نه وو غوښتل شوی او دا ځل هم هماغه لست انتخاب شوی،دلته زموږ عربانو تعداد زرګونو کورنيو ته رسیږي او په راتلوونکې جرګې کې زموږ استازی نشته،چې استازولي وکړي غوښتنه مو داده،چې باید زموږ استازی وغوښتل شي.
بازمحمد ځوانمل: زما غوښتنه داده،چې په دغه مشورتي لویه جرګه کې عربانو ته برخه ورکړي او که بیا هم موږ ته يي برخه رانکړه،نو ددې جرګې پایلې به نیمګړې وي او قومي انډول به په کې نه وي ساتلي"
د ننګرهار ولایتي چارواکي هم دا مني،چې تر اوسه په چمتو شوي لست کې د عربانو د قوم استازي نشته.
د ولایت ویاند احمدضیا عبدالزی وايي،چې د تېرې جرګې لپاره يې لست د قومونو په تناسب نه وجوړ کړی او یوازې دولسوالیو او د ښار له ناحيو څخه يې استازی غوره کړي و.
نوموړی وايي،چې دوی ته له مرکز نه ویل شوي،چې د پخواني لست کسان ورواستاوي،دا چې په دې لست کې د عربانو استازی نشته دوی دا مسله هم له مرکز سره شریکه کړې او په دې برخه کې به پریکړه د جرګې د جوړیدو چارواکي کوي:
"پخوانۍ مشورتي جرګې ته کسان د ولسوالیو او ناحیو د استازو څخه غوره شوي و،دا ځل هم موږ ته له مرکزه ویل شوي،چې پخوانۍ لست راوستاوی او دلته د عربو قوم هم دا ستونزه له موږ سره شریکه کړې او موږ هم د دوی دا غږ مرکز ته رسولی نو دا،چې مرکز په دې برخه کې څه پریکړه کوي د هغوی کار دی"
د ویلو ده،په دې جرګه کې به له امریکه سره د امنيتي تړون پر سر د جرګې له ګډونوالو سره مشورې ترسره شي،خو تر کومه ځایه،چې لیدل کیږي له ننګرهاره پخوانۍ لست غوښتل شوی،چې په هغې کې یوازې د ولسوالیو او د ښار له ناحیو استازي غوره شوي او قومي تناسب په پام کې نه دی نیول شوی.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری