د بریتانې چاپ ډیلي میل ورځپاڼې د تصویرونو د هغه نندارتون په اړه مقاله لیکلې ده چې؛ د عادي افغانانو د ژوند بېلابېل اړخونه په کې ښکاره کیږي.
ورځپاڼه لیکي:
د افغانستان د جګړې ترشاه د انسان د څیرې په نامه دا نندارتون د افغان ایډ خیریه موسسې په نوښت د راتلونکې سې شنبې په ورځ په لندن کې پرانیستل کیږي.
د ډیلي میل په لیکنه په نندارتون کې د دیرشو کسانو تصویرونه چې د افغانستان د خلکو د ژوند اړخونه او له جګړې سره د هغوي تړاو په کې ښکاره کیږي، نندارې ته ایښودل کیږي.
په دې تصویرونو کې ښکاره کیږي چې؛ افغانۍ کورنۍ له دولس کاله جګړې وروسته په څه ډول خپل ژوند تنظیموي.
ورځپاڼه زیاتوي په دې نندارتون کې به دا هم څرګندیږي چې؛ د افغان ایډ خیریه موسسې په مرسته څرنګه د یوې افغان کورنۍ ژوند له اساسه بدلون مومي.
ډیلې میل لیکي، د تصویرونو په دې نندارتون کې د عبد الحفیظ په نامه د یوه افغان سړي عکسونه هم لیدل کیږي چې؛ په څیره يې د ستونزو نښې نښانې ښکاره کیږي، خو سترګې يې له انسانیت او هیلو ډکې دي.
یوایس اې ټوډې ورځپانې بیا په پاکستان کې د وروستیو حملو په اړه یومطلب خپور کړی چې؛ په راغلي:
پاکستانیان د طالبانو د مشر له وژل کیدو وروسته له انتقامي حملو څخه په ویره کې دي.
ورځپاڼې د پیښور دمنیجمنټ او ساینس د انسټیټیوټ د یوه زده کونکي عبد الرحمان افریدي په حواله لیکلي:
د هرې ورځې په تیریدو وضیعت خرابیږي او په ښار کې تګ راتګ ناممکنه کیږي.
افریدی وايي، هر څوک له یوه نا معلوم خطر څخه په ویره کې دي.
یو ایس ای ټوډي وړاندې لیکلي:
که څه هم چې د امریکا استخباراتو د حکیم الله محسود وژنه پاکستانی طالبانو ته یوه سخته ضربه بللې ده خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې؛ دې برید له طالبانوسره د سولې پروسې ته لوی زیان اړولی دی.
ورځپاڼې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دا خبره راخستې ده چې ویلي امریکایان باید په دې پوه شي چې دا یوازې د یوه کس نه بلکه د سولې د هڅو وژنه ده.
یو ایس اې ټوډي د پاکستان د چارو د کارپوه رحیم الله یوسف زي په حواله لیکلي له دې وروسته به د سولې خبرې ونشي او دا ممکنه ده چې د طالبانو تحریک په بشپړه توګه د امریکا پر ضد شي؟.
د یوسف زي په وینا پاکستاني طالبان پر امریکا د حملې لپاره دغه هیواد ته نشي تللی خو غچ به ترې نه په پاکستان کې اخلي .