د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۲

محسني: راتلونکې اونۍ رسیدلو شکایتونو ته په علني ډول رسیدګي کیږي


د انتخاباتي شکایتونوکمیسیون وایي چې؛ راتلونکې اونۍ به هغو شکایتونو ته رسیدګي وشي چې دې کمیسیون ته سپارل شوي.

د دې کمیسیون ویاند د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ دوي ته د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو په هکله نږدې شپږنیم سوه شکایتونه ور رسیدلي.

په عین حال کې تیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وایي چې؛ دوي به شکایتونو ته د رسیدګۍ له پروسې څخه په ټینګه څارنه وکړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ټینګار کوي چې؛ د شفافیت په هدف هغو سلګونو شکایتونو ته په علني ډول رسیدګي کیږي چې دې کمیسیون ته سپارل شوي دي.

د دې کمیسیون چارواکي وايي چې؛ دوي ته د شپږ سوه او دوه څلویښت رسیدلو شکایتونو له جملې څخه اوه ویشت یې د جمهوري ریاست د کاندیدانو او پاتې برخه یې د ولایتي شورا ګانو د کاندیدانو په اړه دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادرمحسني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ دې شکایتونو ته به د څارونکو ارګانونو پر وړاندې رسیدګي وشي:

"لومړنۍ څیړنې په شدت سره دوام لري او هڅه مو دا ده چې؛ راتلونکې اونۍ شکایتونو ته د رسیدګۍ پروسه په علني توګه پیل کړو.

موږ کوښښ کوو چې؛ د انتخاباتي تقسیم اوقات له مخې په ټاکلي وخت د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو نهایي لست ترتیب او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته یې وړاندې کړو".


ښاغلي محسني وویل چې؛ د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو له لومړني لست څخه اولس تنو لیرې شویو کاندیدانو خپل شکایتونه دوي ته وړاندې کړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د چارواکو په خبره لس شکایتونه د جمهوري ریاست د کاندیدانو پر ضد ثبت شوي، خو دوي په دې اړه څه ونه ویل چې؛ دا شکایتونه څه او د کومو کاندیدانو پر وړاندې دي.

په همدې حال کې د انتخاباتي شکایتونو پر کمیسیون هم داسې انتقادونه کیږي چې؛ کارونه یې سم او شفاف پر مخ نه دي روان.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا تیفا وایي چې؛ د دې کمیسیون د کارونو له پیل نه تر اوسه دې بنسټ او نورو اړوندو ارګانونو ته هغه شان چې لازمه وه د څارنې زمینه نه ده برابره شوې.

د تیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده ازادي راډیو ته وویل چې؛ دوي به هرو مرو د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په اړه موجودو شکایتونو ته د رسیدګۍ له پروسې نه څارنه وکړي:

"موږ غواړو خپل څارونکي د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته ولیږو ترڅو هلته و اوسي او له دې پروسې نه څارنه وکړي.

هیله لرو چې؛ دا کمیسیون لازمه زمینه څارونکو ته برابره کړي.

ډیر کله هغوي دا ډول خبرې کوي خو په عمل کې یې زموږ څارونکو ته زمینه نه ده مساعده کړې که چیرې زمینه برابره وي زموږ څارونکي هرو مرو ورځي".


خو د انتخاباتي شکایتونوکمیسیون وایي چې؛ دوی خپل کارونه له پیل نه تراوسه په شفاف اوقانوني ډول پرمخ وړي.

د دې کمیسیون مسوولینو وویل چې د انتخاباتوخپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست د کاندیدانوپه اړه ټول اسناد دوی ته سپارلي اود اړتیا په صورت کې به د ولایتي شوراګانود کاندیدانوپه هکله هم له نوموړي کمیسیون څخه د اسنادوغوښتنه وکړي.

ټاکل شوې چې د انتخاباتوخپلواک کمیسیون د قانون له مخې د عقرب په پنځه ویشتمه نیټه د انتخاباتي شکایتونود کمیسیون له بشپړو څیړنو وروسته د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د را روانو انتخاباتود کاندیدانو وروستی لست اعلان کړي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG