د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۰

کوټه کې چاودنې څلور تنه وژلي او ١٩ ټپيان کړي


پرون مازيګر په کوټه کې چاودنې څلورو تنه و وژل او شاوخوا شل تنه يې ټپيان کړل. چاودنه د پاکستان د تذکرې يا شناختي کارډ ورکولو ايالتي دفتر ته نژدې شوې ده، خو د چاودنې مسووليت لا کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى.

د چارشنبې په مازيګر د کوټې ښار جنوب لور ته پر زرغون سړک باندې- چې په ډبل سړک مشهور دى- بم چاودنه وشوه او ورپسې دويمه چاودنه وشوه، چې په نتيجه کې يې شاوخوا پينځويشتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته، خو پوليسو رسنيو ته وويل چې؛ دويمه بم چاودنه نه، بلکې د لومړۍ چاودنې د شدت له امله ور څېرمه د يوه موټر د سي اين جي ګازو د ډبې چاودنه وه.

د کوټې د پوليسو يوه مشر سيداحمد مبين د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل:

«چاودېدونکې مواد په يوه ولاړ بايسکل کې ځاى پر ځاى شوى وو، چې وزن له پينځو تر شپږ کېلوګرامه پورې وو او د ريموټ کنټرول په وسيله چاودل شوى دى.

تر چاودنې وروسته د يوه موټر د ګاز ډبه وچاودله، چې هغه هم په خلکو کې لا ويره خپره کړه.»


په چاودنه کې وژل شوي او ټپيان سمدستي د کوټې ملکي او نظامي روغتونونو ته يووړل شول. د کوټې ډاکټران يوه نيمه مياشت مخکې د يوه تښتول شوي ډاکټر د تښتونې په خلاف دوامداره احتجاج کوي، خو تر دې چاودنې وروسته يې سمدستي په ملکې روغتون کې د ټپيانو درملنې ته ځانونه را و رسول.

يو عيني شاهد د چاودنې په اړه وايي:

«زه د چاودنې ځاى ته نژدې وم، ډېر بد حال وو، هر لور ته تباهي وه، خلکو چېغې وهلې، مړي او ټپيان پراته وو، مرستندوى کسان ورته را ورسېدل او روغتون ته يې يووړل.»

پوليس وايي، چاودنه پر زرغون سړک باندې د پاکستان د شناختي کارډ جوړولو يا (نادرا) ايالتي دفتر ته نيژدې شوې، چې يوه کاروباري سيمه ده او تل پکې د خلکو زياته ګڼه ګوڼه وي. چاودنې ور څېرمه ولاړو شاوخوا لسو موټرو او څو ودانيو او دوکانونو ته هم زيان اړولى دى.

حکومتي سرچېنو تر اوسه پورې په چاودنه کې د څلورو تنو د وژل کېدو او نولسو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړى دى او په ټپيانو کې يې د پينځو تنو حالت نازک بللى دى.

د چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى او نه پوليسو د چاودنې د هدف په اړه څه ويلي دي، خو په چاودنه کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکې خلک دي.

دا په داسې حال کې ده چې د محرم د مياشتې تر راتلو دمخه لا په کوټه ښار کې کلک امنيت نيول شوى، پوليس او ملېشه سرتېري ښار ته د راغليو لارو په سر کې خلک تالاشي کوي او پر مشکوکو کسانو نظر ساتي، خو پرونۍ چاودنې ته په پام سره خلک بيا هم اندېښمن دي چې په محرم کې د شيعه مسلمانانو د عاشورا پر ماتمي جلوسونو بريدونه ونه شي.

راپور: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG