د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۷

"پر ډیورنډ کرښه دې د کنټرول یو اغیزمن سیستم رامنځته شي"


د پاکستان صدراعظم نوازشريف پرون په لندن کې د بريتانيا د حکومت له څو وزيرانو سره په کتنه کې د تروريستانو د مخنيوي لپاره په ډيورنډ کرښه کې د کنټرول د يوه اغېزمن سيستم د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

نوازشريف تر دې مخکې د افغانستان او بريتانيا له مشرانو سره په درې اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

لندن ته د ده له سفر سره په يو وخت د پاکستان يوه بل چارواکي وويل چې هيواد يې د افغانستان د سولې او پحلاينې په پروسه کې همکارۍ ته تيار دي.

نوازشريف وويل، له پولو د اوښتو – راوښتو د مخنيوي لپاره د پولې په اوږدو کې ښه کنټرول اړتيا ده.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ د خبرو له لارې له افغانستان او هند سره د ټولو مهمو مسلو د حل کولو او پخلاينې لپاره د پاکستان د هڅو هرکلۍ وکړ.

د پاکستان د صدراعظم يوه سلاکار اعلان وکړ چې په افغانستان کې له سولې او پخلاينې سره د مرستې لپاره هر ممکن اقدام ته تيار دي.

دا خبره په بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي مرستيال طارق فاطمي پرون په اسلام اباد کې خبريالانو ته وکړه.

ده وويل، د پاکستان له خوا د طالب بنديانو خوشي کېدا هم د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د پخلاينې په بهير کې د اسانتيا د رامنځته کولو لپاره يو ګام و.

د دغه پاکستاني چارواکي په وينا د طالبانو دوهم نمبر مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان د ولسمشر په غوښتنه پرېښودل شو.

ده وويل چې؛ حامد کرزي د پاکستان د سفر په مهال له پاکستانه د ملابرادر د خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.
XS
SM
MD
LG