د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

که امریکا خپل ټول عسکر له افغانستانه بهر کړي نو په افغانستان به څه تاثیر وکړي؟


که چیرې امریکا او افغانستان امنیتي موافقې ته سره ونه رسیږې نو کیدای شي د راتلونکي کال ترپایه ټول امریکایي عسکر له افغانستانه ووځي او که چیرې دغه ځواکونه ووتل نو په افغانستان او سیمه باندې به یې اثر څه وي؟

که چیرې امریکا خپل ټول عسکر له افغانستانه بهر کړي نو په افغانستان به څه تاثیر وکړي؟

عام برداشت دا دی چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه به له ۲۰۱۴ کاله وروسته په افغانستان کې د یو شمېرامریکایي عسکرو د پاته کیدو زمینه برابره کړي.

سره له دې چې؛ کابل او واشنګټن یوې مقدماتي موافقې ته سره رسیدلي دي، خو په افغانستان کې د امریکایي عسکرو لپاره د قضایي مصونیت غوښتنې یو خنډ رامنځ ته کړی.

جمهور رییس حامد کرزي د امریکايي عسکرو د قضایي مصونیت مساله د راتلونکې میاشتې لویې جرګې ته پریښې.

واشنګټن هم په ډاګه کړې که چیرې امنیتي توافق ونه شي نو لکه څرنګه یې چې ټول امریکایي عسکر له عراقه بهر کړل له افغانستانه به یې هم وباسي.

د افغانستان د چارو یو کارپوه ګرایم سمیت چې؛ په کابل کې اوسي وايي، که چیرې ټول امریکايی عسکر له افغانستانه ووځي نو وضعیت به یو مخ بدل شي:

"د امریکا پوځي حضور په افغانستان کې د ژوند په ټولو اړخونو کې ریښه ځغلولې.

په دغه هېواد کې د ژوند زیاته برخه دغې پوښتنې پورې تړلې ده چې؛ امریکايي عسکر له ۲۰۱۴ کاله وروسته په افغانستان کې پاته کیږي کنه؟."


که چیرې ټول امریکایي عسکر له افغانستانه بهر شي نو د افغانستان حکومت ته متوجه امنیتي، اقتصادي او سیمه يیز ګواښونه به نورهم زیات شي او د افغان ځواکونو د روزنې، ملاتړ او مشورې او د القاعده شبکې د تعقیب لپاره به سلاکاران هم په دغه هېواد کې پاته نه شي.

دغه راز به ناټو هم ونه شي کړای چې؛ د افغانستان د ځواکونو د روزنې ماموریت ترسره کړي ځکه چې دغه ماموریت د امریکا او افغانستان امنیتي موافقې پورې تړلی دی.

که چیرې لویدیځ ځواکونه له افغانستانه بهرشي نو د افغانستان نوې اردو به له هغې مرستې بې برخې شي چې؛ د لوژیستیک، هوايي ملاتړ او استخباراتو په برخه کې ورته سخته اړتیا لري.

له افغانستانه د بهرنیو عسکرو په بشپړو وتلو سره به دغه هېواد د هغې کلنۍ مرستې کمه برخه ترلاسه کړي چې؛ د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره یې ژمنه شوې.

مرستندویو هېوادونو ژمنه کړې چې؛ د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د کال ۴ ملیارډه ډالر مرسته کوي.

د افغانستان په ختیځ کې د ناټو ملکې سلاکار، ډیویډ یانګ چې؛ په واشنګتڼ کې د امریکا د امنیتي پروژې مرستیال هم دی وايي، له افغانستانه د ټولو امریکایي عسکرو وتل به د دغه هېواد پوځي وضعیت یو مخ بدل کړي:

"که چیرې ټول امریکایي عسکر بهر شي نو په افغانستان کې د لویدیځې پوځي مرستې د مصرف د څارنې لپاره به ډیر کم کسان پاته شي، چې په نتیجه کې به یې د ما په نظر مالي مرسته هم کمه شي.

د معنویاتو د کمزورتیا په صورت کې به اصطکاک نور هم زیات شي چې؛ په نتیجه که به یې د افغان ځواکونو مصارف په داسې حال کې اوچت شي چې مالي مرسته به ورسره کمه وي.

افغان ځواکونه د امریکا له دوامداره نظارته پرته هم کولای شي د طالبانو مخنیوي ته دوام ورکړي، خو زه فکر نه کوم چې له کافي مالي مرستې پرته به یې و شي کړای."


له افغانستانه د ټولو امریکایي عسکرو په وتلو سره به له دغه هېواد سره په کلنۍ ملکې مرستې کې هم کمی راشي.

مرستندویو هېوادونو او موسسو ژمنه کړې چې؛ افغانستان ته د کال ۴ ملیارډه ډالر ورکوي.

ګرایم سمیت وايي، د مرستو کموالی به د افغانستان په اقتصاد ځکه ډیر ناوړه اثر وکړي چې؛ د دغه هېواد ډیرې صنعتي پروژې په بهرني تمویل ولاړې دي.

که چیرې ټول امریکایي عسکر له افغانستانه بهر شي، هغه سوداګري او کاروبار چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو له موجودیته رامنځ ته شوی هغه به هم له منځه ولاړ شي.

امریکایي پوځیانو په افغانستان کې ډیرو افغانانو ته د کار او روزګار زمینه برابره کړې ده .

د امریکا اردو په افغانستان کې له څو فابریکو سره قرار داد کړی چې؛ د دوی عسکرو ته د څښاک اوبه برابروي. دغه راز ډیر افغانان د امریکایي پوځیانو په اکمالاتو کې هم کار کوي.

د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې په افغانستان کې یوې نوې مدني ټولنې ریښې ځغلولي.

په تیرو دولسو کلونو کې په افغانستان کې دبشري حقوقو، دمطبوعاتو دآزادي اود ښځو دحقوقو لسګونه سازمانونه او سیاسی حرکتونه رامینځ ته شوي.

د ناټو ملکی سلاکار ډیویډ ینګ وايی دامریکا له پوځي حضور او مالي مرستې پرته به ډیر دغه سازمانونه له کاره ولویږي:

"له لویدیځوعسکرو پرته به دنړیوالو مرستندویو دمصونیت او سلامتي لپاره یوه شبکه نه وي ، معنی داچې ملکي مرستې به کمې شي. دسیاسی ادارو دبهتروالي، دحکومت دمحاسبې، منابعو ته دښځو دلاس رسي اود بې شماره نورو اساسی اړتیاوو لپاره به کمه مرسته او ملاتړ پاته شي."

دغه راز ډیرې بهرنۍ نادولتي موسسې چې کاريې د نړیوالو ځواکونو په ملاتړ تکیه دی ، کیدای شي خپل عملیات ودروي.

ځینې خو سرله اوسه له افغانستانه وتلي یا یې خپل مامورین کم کړي دي.

له افغانستانه دټولو امریکایی عسکرو په وتلو سره به ددغه هیواد په سرحداتو کې هم کیدای شي نا کراري رامینځ ته شي او هغه قدرتونه به ترې استفاده وکړي چې دخپل سیمه ایز نفوذ دپراختیا سخت لیواله دي.

دمنځنۍ آسیا هیوادونو لا دمخه دافغانستان له لوري د یاغیانواو قاچاق وړونکو د احتمالي ورتګ دمخنیوي لپاره خپلې پولې ټینګې کړي دي.

خو ګرایم سمیت وايي چې؛ له افغانستانه دټولو امریکایی عسکرو په وتلو به ځیني نور ګاونډي خوشاله شي.

ایران به یی هرکلی وکړي او له کابل سره به خپله همکاري زیاته کړي. دغه راز دپاکستان ځیني چارواکي هم له افغانستانه دامریکایی عسکرو وتلو ته سخت لیواله دي.
XS
SM
MD
LG