د ننګرهار ولایت مقام په لارښوونه د جلال اباد ښار د پاکولو په خاطر د دولتي ادارو او مدني ټولنو غړو په ګډه د ښار د پاکولو کمپاین له تېرو دوو ورځو راهیسې پيل کړی او اوس هم دوام ولري.
د کمپاین ګډونوال وايي، چې دوی به تر هغه پورې خپل کمپاین ته ادامه ورکوي،چې له یوې خوا ښار پاک شي او له بلې خوا دغه عمل په ښاریانو کې دود شي:
"د کمپاین غړی: په دې کمپاین کې پولیس،ټرافیک،ښاروالي،اصنافو اتحادیه ،ترانسپورت او مدني ټولنې هم راسره دي،موږ به تر هغه پورې دا کمپاین جاري ساتو،چې ښار پاک شي او خلک هم دا هنر زده کړي.
د مدني ټولنې غړی باز محمد: موږ هم په دې کمپاین کې برخه لرو،هڅه مو داده،چې دا کمپاین سمبولیک نشي او تر اخره باید دوام وکړي او ښار پاک شي خو مهمه داده،چې دا باید همداسې پاک وساتل شي."
د اصنافو د اتحادیه رييس حاجي عزیزالرحمن عرب وايي، د جلال اباد ټولو دکاندارانو ته يې لارښوونه کړې، چې په دې کمپاین کې ورسره برخه واخلي.
دا رنګه نوموړی له هېوادوالو هم غواړي،چې د ښار په پاک ساتلو کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي:
"زما له ټولو هېوادوالو نه غوښتنه ده،چې په دې کمپاین کې له موږ سره برخه واخلی او په اینده کې د ښار نظافت ته ډير جدي پام وساتي او خپل کور دې وګڼي"
بل خوا یو شمېر هېوادوال بیا د جلال اباد ښار اوسنۍ نقشه ناسمه بولي او وايي،چې د باران پرمهال په دې ښار کې اوبه ډنډ ولاړ وي او خلک نشي کولی په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.
دوی له ښاروالۍ غوښتنه کوي، چې دښار د پاک ساتلو تر څنګ دې د اوبو د وتلو لپاره پر یوه منظم سیستم کار وکړي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری