د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

اوباما له نوازشريف سره په سپينه ماڼۍ کې ګوري


د پاکستان صدراعظم د امريکا د څلور ورځني سفر په ترڅ کې د امريکا له ولسمشر سره خبرې کوي.

نوازشريف د دوشنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.

د پاکستان صدراعظم نوازشريف او د امريکا ولسمشر بارک اوباما نن په سپينه ماڼۍ کې خبرې کوي. دا خبرې د دې لپاره کيږي چې د دواړو هيوادو ترمنځ اړيکي ښه شي.

اسلام اباد د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د بنديدو غوښتنه کوي او واشنګتن له ترورزم سره په جګړې د پاکستان د پراخو هڅو غوښتونکي دي.

تمه ده چې بارک اوباما پر نوازشريف فشار راولي چې د هغو وسله والو ډلو د ځپلو لپاره هڅې زياتې کړي چې له پولي اوړي او پر ناټو او امريکايي ځواکونو بريدونه کوي.

اوباما به همداراز اسلام اباد وهڅوي چې کوشش زيات کړي، څو طالبان له کابل سره د سولې خبرو ته کښيني.

د همدې خبرو په اړه نوازشريف پرون په واشنګتن کې د امريکا د سولې په انسټيټيوټ کې وويل:

«موږ د افغانانو په مشرۍ د خپلو افغانانو له لورې د سولې او روغې جوړې د خبرو سخت ملاتړ کوو. په وروستيو کې پاکستان ته د ولسمشر کرزي د سفر پر مهال موږ له افغانستان او له ولس سره يې پر همکارۍ يو ځل بيا تاکييد وکړ.

ما همدا راز ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ چې موږ هيڅکله هم د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوو او په افغانستان کې د ځانګړيو کسانو پلوي هم نه يوو»


د امريکا متحد ايالتونه او د هغه ناټو متحدان له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو لپاره تر پنځلس مياشتو لږ وخت لري.
د واشنګتن په ويلسن تحقيقاتي مرکز کې د اسيا د برخې مسوول رابرت هتاوې، وايي، د افغانستان او سيمې امنيت به د ننيو
خبرو حاکم ټکي وي:

«موږ ته دا خبره مهمه ده چې پاکستان له کابل سره د سولې د رښتني خبرو اترو لپاره د طالبانو په رضا کولو کې مرسته وکړي او مخکې تر دې چې د راتلونکي کال په پاي کې له افغانستانه وروستي جنګي ځواکونه وځي د يوه سياسي جوړښت په رامنځه کولو کې مرسته وکړي موږ به له پاکستانه دا هم وغواړو چې د هغو وسله والو او سخت دريځو په رښتينې توګه مخه ونيسي چې په قبايلي سيمو کې دي او په افغانستان کې پر امريکايي او ناټو ځواکونو بريدونه کوي»

د امريکا او پاکستان اړيکي په وروستيو کلونو کې کړکيچن شول. په لاهور کې د سي اي اې د يوه قراراداي له لورې د دو پاکستانيانو وژلو، په سرحد کې د امريکا په هوايي بريد کې د ۲۴ پاکستاني پوځيانو وژلو او په ايبټ اباد کې د امريکايي ځواکونو له لورې د القاعده د شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژلو سره دغه روابط خړ پړ شول.

څيړونکي وايي چې؛ د بارک اوباما او نوازشريف تر منځ به په ننۍ غونډه کې دې ته لاره هواره شي چې د ارتباطاتو نوې لارې د دواړو هيوادو ترمنځ پرانيستل شي.
XS
SM
MD
LG