د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

امریکا په افغانستان کې خپل ۱۲ کلن پوځي تعهد محدودوي


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې، له افغانستانه د وتلو د ستراتیژۍ په اړه یو مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکي:

متحد ایالات په افغانستان کې خپل دولس کلن پوځي تعهد محدودوي او د داسې لارې د موندلو هڅه کوي چې؛ په ابرومند حالت کې د دې جګړې څخه چې د بن بست سره مخامخ شوې، ځان وباسي.

د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون هم د وتلو د همدې ستراتیژۍ یوه برخه ده .

د طالبانو سره جوړ جاړي هیلې لا هم په حقیقت نه دي بدلې شوې او د ولسمشرۍ را روان انتخابات د ستونزو سره مخامخ دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي تړون یوه عمده ستونزه د هغو امریکايي عسکرو لپاره قضايي مصونیت چې د تړون پر اساس، باید تر ۲۰۱۴ (میلادي) کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي.

دواړو خواوو خپل شرایط وړاندې کړي دی.

امریکا خبرداری ورکړی چې که د دوي عسکرو ته قضايي مصونیت ور نه کړ شي، ټول عسکر به له افغانستانه وباسي .

ولسمشر کرزي هم دا مسله خپل پارلمان او لویې جرګې ته وړاندې کړې ده .

واشنګټن پوست ورځپاڼې د دې جرګې په اړه خپله تازه ګڼه کې لیکلي: په افغانستان کې جوړیدونکي لویه جرګه به تر ۲۰۱۴ (میلادی) کال وروسته د امریکا د پوځي اډو د پاتې کیدو یا نه پاتې کیدو پریکړه وکړي.

د جرګې د جوړلو د کمیسون مشر صادق مدبر واشنګټن پوست ته ویلي، دا جرګه به د نومبر په نولسمه جوړیږي، څه نا څه درې زره استازي به ګډون په کې کوي .

دوی به د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون پر برخلیک خبرې وکړي.

دواشنګټن پوست په لیکنه ، د افغانستان د ملي شورا یو شمیر غړي وايي چې یوازې په هغه حالت کې د دې تړون لاسلیکیدل مني چې د امریکا پوځ د افغانستان ملي حاکمیت او اساسي قانون ته درناوی وکړي.

خو ورځپاڼه وايي، وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی چې د امریکايي ځواکونو د پاتې کیدو په صورت کې به د دوی جګړې روانې وي.
XS
SM
MD
LG