د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۰

امریکا په افغانستان کې د خپلو وسایلو ځینې برخې لیلام کړي


په داسې حال کې چې؛ د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د شمېر کمولو ته دوام ورکوي، یوه برخه هغه تجهیزات او وسایل چې په تیره لسیزه کې یې د طالبانو سره د جګړې لپاره افغانستان ته انتقال کړي پلوري.

امریکايي چارواکي وايي، د دې وسایلو بیرته انتقال ورته په درنه بیه تمامیږي.

پردې سربیره امریکايي پوځیان د اوو میلیاردو ډالرو په ارزښت وسایل او تجهیزات په افغانستان کې پریږدي چې؛ د دې هېواد د اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره یوه ښه ډالۍ بلل کیږي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د باګرام له پوځي اډې څخه په یو راپور کې ویلي دي چې؛ له زغره والو موټرو او عصري تلویزونونه رانیولې د ایسکریمو تر قاشوغو بیلابیل وسایل چې په تیرو لسو کلونو کې امریکايي سرتیرو افغانستان ته له ځان سره وړې وو اوس لیلام ته وړاندې شوې دي.

راپور وايي، د امریکا متحده ایالات دا وسایل او تجهیزات چې بیه یې له ۱۹ ملیونو ډالرو څخه تر ۲۲ میلونو ډالرو پورې اټکل کیږي، د افغانستان په بازار کې پلوري.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د امریکايي چارواکو له خولې وايي، په وچه کې د پراته افغانستان څخه د دې وسایلو او تجهیزاتو انتقال ورته په ډيره لوړه بیه تمامیږي.

پر دې سربیره امریکايي پوځیان د اوو میلیاردو ډالرو په ارزښت تدارکات په افغانستان کې پریږدي چې؛ د راپور په وینا د افغانستان د نوې راپورته کیدونکې اقتصاد لپاره یوه ښه ډالۍ ده.

خو د دې وسایلو او تجهیزاتو د پلورلو په وړاندې یو خنډ شته. د ایرکنډیشنونو، سپورتي ماشینونو او نورو په څیر ځینې وسایل چې ټایمر یا وخت ټاکونکې سیستمونه په کې دي، له منځه وړل کیږي، څو په چاودنو کې ترې کار وا نه خیستل شي.

واشنګټن پوسټ د امریکا د دفاع وزارت د تدارکاتو د څانګې د یو ویاند میشل مکاسکیل له خولې وايي:

”یو شمېر غیرې نظامې وسایل وخت ټاکونکې ساعت او یا نورې داسې برخې لري چې کولای شي ګواښ پېښ کړي.

د بیلګې په توګه وخت ټاکونکې ساعتونه کیدای شي له چاودیدونکو موادو سره وکارول شي.“


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، د یوې برخې وسایلو له منځه وړلو د زړو اوسپنو یو لوی انبار جوړ کړی چې؛ نمونه یې مخکې په افغانستان کې نه ده لیدل شوې.

په راپور کې ویل شوې چې؛ د دې وسایلو د یوې برخې له منځه وړلو یو شمېر افغانان خوابدې کړي، ځکه هغوی فکر کوي چې کولای شي له دې عصري وسایلو استفاده وکړي او یا یې وپلوري.

د راپور په وینا د افغانستان په څیر د یو بې وزله هیواد لپاره دا ډول وسایل ډیر ارزښت لري.

د صوفي خان په نوم یو افغان سوداګر، په باګرام کې د ماټو ګوډو اوسپنو څخه په ډکه سیمه کې واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي، دا د امریکا باطله داني ده.

د فدا محمد په نوم یو بل افغان چې د ماتو او زړو اوسپنو څخه ددې ډکې سیمې څښتن دی وايي، د ځینو وسایلو اوسپنې به بیرته ویلي کړي او په ساختماني پروژو کې به یې وکاروي.
XS
SM
MD
LG