د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

"د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د لويې جرګې جوړول ضروري نه ده"


د مشورتې لويې جرګې لپاره د تیاریو د کمېسیون مشر حضرت صغت الله مجددي وايي چې؛ د ځینو کورنیو او بهرینو فشارنو له کبله دې ته غاړه ایښې چې؛ د مشورتي لویې جرګې د تیاریو کمیسیون رییس شي.

ښاغلي مجددي وویل چې اصلاً له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د بلې لویې جرګې جوړیدو ته اړتیا نه وه.

هغه وویل چې نوي امنیتي او دفاعي تړون له امریکا سره د لاسلیک شوي ستراتيژيکو همکاریو د تړون یوه برخه ده چې؛ دوه کاله مخکې د مشورتي لویې جرګې له خوا تصویب شوی دی:

"زه شخصاً د لویې جرګې د جوړولو طرفدار نه وم ما څو میاشتې مبارزه وکړه او ما ویل چې، اصلاً بلې جرګې ته اړیتا نشته چې جوړه شي؛ ځکه چې دا منیت مساله د ستراتژیک تړون یو برخه وه چې؛ په تیرې دودیزې لویې جرګې کې پری بحث وشو او له مخې یې اختیار ورکړل شو چې؛ کولای شي دا تړون لاسلیک کړي، که چېرې څه ستونزه وي بیا هغه په خپله له امریکایانو سره حل کړي او لویې جرګې ته ضرورت نه شته زه تر اخرو ورځو پورې د لویې جرګې د جوړولو طرفدار نه وم؛ خو د ځینو فشارنو له کبله جاضر شوم چې دا جرګه جوړه شي."

ولسمشر حامد کرزي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کري سره د کابل په وروستیو مذاکراتو کې د امنیتي تړون پر ځینو مهمو برخو موافقې ته ورسیدل.

د امریکا د بهرنیو جارو وزیر ویلي وو؛ چې واشنګټن د خپلو پوځیانو د مصونیت غوښتونکی دی؛ خو کابل ورسره مخالفت کوي.

جمهور رییس کرزي ویلي چې؛ امریکایي ځواکونو ته له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د قضایي خوندیتوب د ورکولو پریکړه هم د لویې جرګې کار دی.

په عین وخت کې د مشورتې لویې جرګې لپاره د چمتوالي د کمېسیون په لومړنۍ ناسته کې ډاکټر صادق مدبر د دارلانشا د رییس، نعمت الله شهراني د لومړي مرستیال او سید حامد ګیلاني د دوهم مرستیال په توګه انتخاب شول.

د لویې جرګې لپاره د تیاریو د کمېسیون د دارلاانشا مشر ډاکټر صادق مدبر وايي؛ چې د عقرب میاشتې ترپایه به مشورتي لویې جرګې جوړه شي.

همداراز ښاغلي مدبر زیاته کړه چې، به دې مشورتې لویې جرګې که به د خلکو د مختلفو کټه ګوریو درې زره ګسان برخه واخلي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل چې؛ وسله وال مخالفین هم کولای شي چې؛ په دې جرګې کې ګډون وکړي:

"هغو کسانو چي دلته یې ژوند کړی وي، د افغانستان اساسي قانون یې منلی وي، که د طالب بګرونډ ولري یا د اسلامي حزب په دې لویه جرګه کې راتلای شي.

که طالبان یا اسلامي حزب وروسته اعلان وکړي چې؛ موږ دا لویه جرګه منو او راځي، خدای دې یې راولي."


وسله والو طالبانو له مخکې له جوړیدونکو لویې جرګې او له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون له لاسلیک کیدو سره مخالفت کړی دی.

که دا تړون وشي نو له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته به هم یو شمیر امریکايي عسکر په افغانستان پاتې شي او په دې هیواد کې به پوځي اډې ولري.

یو شمېر افغان کتونکي له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند د افغانستان لپاره له اقتصادي، امنیتي او سیاسي پلوه ګتور بولي.

خو د سیمې ځینې هیوادونه په خاصه توګه ایران له تړون او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له شتون سره مخالفت ښودلی دی.
XS
SM
MD
LG