د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۷

نور: د رایې ورکولو په شرایطو برابرو ښځو ته کارتونه ورکوو


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون به د عقرب تر شلمې نیټې ټولو هغو ښځو ته چې د رایې ورکولو په شرایطو برابرې دي، د راییوکارتونه ورکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي، په ټاکنو کې د برخې اخیستلو لپاره ښځینه او نارینه رایې ورکونکو ته یو ډول شرایط برابر شوي دي.

د کمیسیون ویاند نور محمد نور ټينګار کوي چې په ځينې مواردو کې ښځو ته زیات امتیاز ورکړل شوی دی.

ښاغلي نور نن ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه په عمومي ډول په ټول افغانستان کې څه باندې دوه ملیونه د راییو کارتونه ویشل شوي چې؛ دیرش فیصده یې ښځو اخیستي دي، نور محمد نور وايي:

"د انتخاباتو د خپلواک کمیسون هدف څلویښت فیصد دی یعنې باید ( په مجموع کې د ټولو رایې ورکونکو څخه) د ښځو شمیر څلویښت فیصدو ته ورسیږي. موږ امید لرو چې د عقرب د میاشتې تر شلمې به ټولو ښځو ته چې د رایې ورکولو په شرایطو برابرې دي، کارتونه تر لاسه کړي."

په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو انتخابات د را روان کال د حمل په میاشت کې کیږي.

د کمیسون مسولین وايي، د انتخاباتو په ورځ باید هر افغان چې د راییو کارت یې اخیستی د خپلې سیمې انتخاباتي مرکز ته ورشي، د رایې پاڼه واخلي او د خپل دې حق څخه چې راییه ورکولای شي، کار واخلي.

خو یو شمیر خلک وايي، په مخکنیو انتخاباتو کې د زیاتو کلیوالي سیمو د ښځو کارتونه نارینه وو انتخاباتي مرکزونو ته وړل، هلته یې د رایېو پاڼې اخیستې او د ښځو په استازیتوب یې رایې ورکولې.

زیات کسان اندیښنه لري چې که چیرې د ښځو د راییو زیاته برخه د نارینه وو لخوا ورکاول شي، د انتخاباتو په پروسه کې د بې طرفۍ او شفافیت اصل ته ضرر رسولای شي.

د پکتیا د څمکنیو د ولسوالۍ اوسیدونکی سمیع الله حلیمي تندر وايي، د انتخاباتو په تیر دور کې، د دوی په کلي کې همداسې وشول:

"په تیرو کلونو کې داسې شوي چې په سیمه کې به باران وو نو یوه نارینه بهد ټولو ښځو کارتونه را غونډل کړل، د راییو مرکز ته به یې وړل او رایې به یې اچولې. زموږ کور کې ټولو ښځو ته کارتونه جوړ کړي دي.

دا به زه یا زموږ د کور بل کس دا ټولې رایې را ټولو او د انتخاباتو حوزې ته به یې وړ و . موږ په خپل فامیل کې د پينځه دریش زنانه وو کارتونه جوړ کړي دي."


سمیع الله حلیمی تندر وویل، د انتخاباتو په ورځ به د رایېو مرکز ته تر تګ مخکې د خپلې کورنۍ د هرې ښځې نظر واخلي او صندوق ته د رايې د پاڼې اچولو په وخت به د هرې یوې خوښه به په پام کې ونیسي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نور احمد نور خلکو ته خبرداری ورکوی چې دا وار هيڅ څوک نه شي کولای چې غیابي رایې ورکړې، نور محمد نور زیاته کړه:

"دا ناممکنه ده . خلک نه پوهیږي چې که یو څوک د بل چا د رایې کارت اخلي، دا معنی لري چې هغه وګړی يې د خپل حق څخه محروم کړ .

بله هیڅ ګټه به ونه رسوي. زه تاکید کوم چې هرڅوک یوازې د یوې رایې حق لري او هیڅ نارینه د ښځې په ځاي رایېه نه شي ورکولای. د افغانستان ټول خلک باید په دې خبر شي."


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي، غواړي چې د ټاکنو په ورځ د ښځینه رایې ورکونکو شمیر څلویښت فیصده وي یو شمیر خلک په دې پروسه کې د ښځو د ګډون په اړه بې خبري څرګندوي.

د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ اوسیدونکی سید محمد وايي، د دوی په کلي ډېرې ښځې د رایې ورکولو په شرایطو برابرې دي خو یوې هم د راییو کارت نه دی اخیستی:

"موږ خپله د انتخاباتو کارتونه اخیستي دي. زنانه وو ته یې کارتونه نه دي راکړي، نه چا راته ویلي چې زنانه هم کارتونه اخیستلای شي. موږ د هیڅ چا څخه دا خبره نه ده اوریدلې . زموږ په کلي کې زیات و کم اتیا ، سل کسه زنانه شته خو موږ کارتونه نه دي ورته اخیستي. زموږ خپلوانو او دوستانو هم داسې کومه خبره نه ده راته کړې . دلته څوک نه دي خبر."

د افغانستان د حکومت نړیوال تمویلونکي په انتخاباتو کې د ښځو ګډون داسې یوه اساسي مسله ګڼي چې د دې ډیموکراتیکې پروسې پر شفافیت تاثیر کولای شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسون ټینګار کوي چې را روان انتخابات به د ډیموکراسۍ ټولو اصولو ته په پام ترسره کیږي چې د اروپايي ټولنې په ګډون د بیلا بیلو نړیوالو سازمانونو استازي به يې د شفافیت څارنه وکړي .
XS
SM
MD
LG