د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

ګیري سومر د ایران د اټمي پروګرام د سوله يیز حل په اړه هیله مند دی


د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسولې کاترین اشټون د ایران او نړۍ د ۶ قوتونو ترمنځ وروستۍ خبرې د بل هر وخت په مقایسه مفصل مذاکرات ګڼلي دي.

د متحده ایالاتو د اټمي مرکچیانو د ټیم غړی ګارې سومر په جینیوا کې د ایران او نړۍ د قوتونو ترمنځ د وروستیو خبرو د څرنګوالي او اهمیت په اړه د ازادۍ راډیو د خبر له مرکزي څانګې سره خپل نظر شریک کړی دی.

ګیري سومرچې؛ د اټمي وسلو د پراختیا په چارو کې د متحده ایالاتو د ولسمشر باراک اوباما لوړ رتبه سلاکار پاتې شوی دی د ایران د اټومي پروګرام د سوله ائیز حل په اړه هیله مند دی.

ښاغلي سومر له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي د نړۍ قوتونه د تیرې یوې لسیزې راهیسې د بل هر وخت په مقایسه اوس د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو اترو لپاره په غوره موقیعت کې دي.

نوموړی وویلي، د دې اساسي سبب دا دی چې پر ایران نړېوالو اقتصادی بندیزونو دا هېواد دې ته اړ کړی دی چې له دې وضیعت څخه د ځان ویستلو لپاره لارې چارې ولټوي، ګاري سومر وايي:

"متحده ایالاتو له اوږدې مودې راهیسې ویلي چې؛ د اټمي مسلې په اړه هر هر ډول موافقه د اعتماد جوړیدو له مرحلې پیلیږي.

پینځه جمع هېوادونو یو پیشنهاد کړی دی چې؛ که ایران د پینځه فیصده زیات یورانیمو غني کول بند کړي، د فردو اټمي تاسیسات وتړي او د خپلو شل فیصده غني شویو یورانیمو لویه برخه لرې کړي، نو امریکا او اروپايي ټولنه به پر ایران د ځینو اقتصادي بندیزونو په لرې کولو سلا شي."


په دې اړه چې ایران ویلي په هیڅ حالت کې به خپل غني شوي یورانیم بهر ته انتقال نه کړي، د متحده ایالاتو دغه پخواني اټمي مرکچي وايي:

د دې لپاره چې امریکا او اروپايي ټولنه پر ایران ټول لګول شوي بندیزونه لرې کړي دا دواړه لوري به په فزیکي توګه د ایران د یورانیمو د غني کولو د ظرفیت پر محدودولو ټینګار وکړي.

ګارې سومر وړاندې وايي دا محدودیت به د سنتر فیوزونو د شمیر او څرنګوالي،د غني کولو د موقیعتونو،د غني کولو د اندازې او غني شویو یورانیمو د ذخیرو پورې مربوط وي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ایران دا ځل د نړۍ له ۶ قوتونو سره په خبرو کې د خپلو پیشنهادونو جزئیات نه دي په ډاګه کړي،ښاغلې سومر ازادۍ رآدیو ته وویل له دې وړاندې به چې ایران د خپلو بیشنهادونو جزئیات په ډاګه کول نو امریکا او اروپايي ټولنې به دا کار د تهران د نه جدیت نښه بلله.

خو ګارې سومر وايي اوس که ایرانیان خپل پیشنهادونه پټ ساتي نو دده په باور دا یوه مثبته او ښه نښه ده.

نوموړی وايي که چیرته له ایران سره موافقه په اساسي او کلک ډول ددغه هیواد اټومي پروګرام محدود نه کړي نو د امریکا کانګریس به پر تهران د بندیزونو د لرې کولو لپاره د ولسمشر اوباما هڅې،رد کړي.
XS
SM
MD
LG