شاوخوا درې اونۍ وړاندې د پاکستان بلوچستان ایالت یوې سختې زلزلې وځپه.
سل ګونه کسان په دغې زلزله کې ووژل شول، ګڼشمیر نور ژوبل او سلګونه نور بې ځایه شول.
د پاکستان د بلوچستان د وروستۍ زلزلې ځپلې سیمې اوسیدونکي لا هم له خرابیو او رامنځته شویو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د پاکستان مرکزي حکومت په دې تورن دی چې؛ زلزله ځپلو ته د نړیوالو د مرستو د رسیدو په مخکې خنډونه پورته کوي.
اسلام اباد دا مهال په بلوچستان کې د بلوڅ بیلتون غوښنوکو وسله پر ضد ګامونه اخلي او دا کار د دې سبب شوی چې؛ زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو چارې پیچلی شي.
یو شمیر مرستندویه ادارې دا تاییدوي چې؛ له زلزلې وروسته وسله والو پر ځینو حکومتي اهدافو او سرتیرو حملې کړي، خو د دې ادارو په وینا تر اوسه پورې دغو وسله والو د مرستندویه ادارو پر کارکونکو برید نه دی کړی.
د بلوچستان اعلی وزیر "عبد الملک بلوڅ" وايي؛ مرکزي حکومت ته يې په یوه لیک کې دا روښانه کړې چې؛ مرستندویه سازمانونه کولی شي چې؛ په دې ایالت کې زلزله ځپلو ته مرستې ورسوي؛ خو د نوموړي په وینا تر اوسه ورته مرکزي حکومت ځواب نه دی ویلی.
"زاهد علي" چې د بلوچستان په اوران سیمه کې يې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو چارې ترسره کړي؛ ازادۍ راډیو ته وویل، د دې سیمې نوي په سلو کې کورونه چې له خټو جوړ دي؛ وروستۍ زلزلې له مینځه وړي دي.
هغه وايي، که څه هم چې یوه اندازه خوراکي مواد او او نور اړین څیزونه زلزله ځپلو ته رسیدلي؛ خو لا هم زیاتو مرستو ته اړتیا ده.
"موږ له مرستندویه ادارو په ځانګړي ډول له ملګرو ملتونو وغوښتل چې؛ سمدستي دلته فعالیت پیل کړي، ځکه چې خلک عاجلو مرستو ته اړتیا لري.
د ژمي خطر ته په پام سره موږ کمپلو او د پخلنځای اړینو موادو ته اړتیا لرو. تر ټولو مهم داده چې موږ روغتیايي مرستو ته اړتیا لرو."
یو شمیر مرستندویه سازمانونه وايي؛ د اسلام اباد نه لېوالتیا د دې سبب شوی چې؛ د بلوچستان زلزله ځپلو ته مرستې ونه رسیږي.
د بې سرحده ډاکترانو په شمول ګڼشمیر مرستندویه ادارې وايي؛ هر کله چې پاکستان دوی ته شین څراغ وښيي؛ دا ادارې به په لنډ فرصت کې د بلوچستان زلزله ځپلو ته مرستې رسول پیل کړي.