د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۰

په افغانستان کې ۶۰ سلنه ماشومان له خوارځواکي سره مخ دي


د خوړو نړیوال سازمان وايي، چې په افغانستان کې له ۸۰ فیصده ماشومان په شدید خورا ځواکۍ او له اوه دیرش فیصدو څخه زیات ماشومان له کم وزني سره مخامخ دي.

دې سازمان د خوړو د نړیوال ورځې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې؛ شپیته اعشاریه پینځه فیصده له پینځو کلونو څخه کم عمره ماشومان په افغانستان کې په شدیدې خورا ځواکۍ اخته دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان د رسنیو د برخې مسوول د چهارشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل:

په افغانستان کې له شپیته اعشاریه پینځو فیصدو څخه زیات ماشومان به خور ځواکي اخته دي او ۳۷ لسنه ماشومان له کوم وزنۍ سره مخامخ دي."

اوس مهال په افغانستان کې یو شمېر زیات ماشومان د خورا ځواکۍ له امله رنځ وړي.

خوار ځواکي د بیلابیلو ناورغۍ لامل دی چې؛ په ماشومانو کې د ودې، ځیګر، زړه او اعصابو ناورغۍ سبب کیږي.

په هیواد کې فقر اود کورنیو لږ پوهه له مناسبې تغذې څخه په ماشومانو کې د خورا ځواکې لامل کیږي.

د خوړو نړیوال سازمان وايي، چې دوی په افغانستان کې د خورا ځواکي پر وړاندې مبارزه کوي.

د دې سازمان د مطبوعات څانګې مسوول "وحیدالله امان" وویل چې؛ په افغانستان کې دوی د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې توانیدلي چې؛ اویا زره په خوار ځواکي اخته امیداواره میندې او شپیته زره له پینځو کلونو څخه کم عمره ماشومان د قوي تغذې پروګرام تر پوښښ ونیسي.

ښاغلي امان وویل، دا پروګرام د هېواد په درې دیرش ولایتونو کې عملي شوي.

د عامې روغیتا وزارت مسوولینو د خوړو د نړیوال سازمان د راپور په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د خوړو د نړیوال سازمان د راپور له مخې اوس مهال په ټوله نړۍ کې له اتو میلیونو څخه زیات ماشومان له خوار ځواکي سره مخامخ دي.

"ډبیلو. اف. پي" یا د خوړو نړیوال سازمان په نړۍ کې د مناسبې تغذې لپاره پانګه اچونه مهمه بولي.

د دې سازمان په خبره که چېرې نړیواله ټولنه یواعشاریه دو میلیارده ډالر په راتلونکو پینځو کلونو ګې د مناسبې تغذې په برخه کې پانګه اچونه وکړی نو به دې ډول به امیدواره میندو د مړینې کچه را تيټه شي.
راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG