د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۴

لاهم د کابل او واشنګتن تر منځ په امنیتي تړون کې ستونزې شته


د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د تړون چانس د یوې لویدیځې خپرونې په باور لا هم په سلو کې پنځوس فیصده شته.

دا خبره په داسې وخت کې شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روانه اونۍ کابل ته ناڅاپي سفر وکړ او دوې ورځې یې له ولسمشر کرزي سره په دې اړه خبرې وکړې بیا دواړو لوریو هیله څرګنده کړه چې د دې تړون مخې ته ګڼ پراته خنډونه هوار شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کابل ته د دې لپاره ولاړ چې د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي او دفاعي همکاریو پر تړون خبرې وکړي او تر دوه زره څوارلسم کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتیدو په اړه له ولسمشر کرزي سره یوې موافقې ته ورسیږي.

ډیلي بیست خپرونه په دې اړه لیکي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت وخت په خلاصیدو دی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دلته د امریکایي ځواکونو د دوهمې مرحلې لپاره منځګړیتوب کاوه.

د یکشنې په ورځ جان کري له حامد کرزي سره دې موافقې ته نژدې شو چې له پنځو تر لسو زرو امریکایي پوځیان د ۲۰۱۴ کال د دسمبر تر ۳۱ وروسته په افغانستان کې پاتې شي.

جان کري وایي، هغه امریکایي پوځیان چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاتیږي هغوی به د افغان ځواکونو په روزنه او مشوره ورکولو کې مرسته کوي او د ترورزم ضد عملیات به هم ترسره کوي.

د ډیلي بیست په باور د کابل او واشنګتن تر منځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د تړون یو اصلي مانع دا دی چې امریکایان په افغانستان کې د خپلو پوځیانو قانوني مصونیت غواړي او حامد کرزی وایي چې دی د دې ډول مصونیت واک نه لري او په دې برخه کې به راتلونکې میاشت په لویه جرګه کې پریکړه وشي.

په وروستیو کې حامد کرزي د افغانستان د امنیت په برخه کې د ناټو پر هڅو سخت انتقاد وکړ خو د ناټو سرمنشي دا خبرې رد کړې.

کابل ته د جان کري د وروستي سفر سربیره یو شمیر دیپلوماتان وایي، له حامد کرزي سره د امنیتي تړون په برخه کې د امریکا پنځوس په سلو کې چانس شته چې یوې موافقې ته ورسیږي او دا د دې لپاره چې کرزي ښکاره ویلې دي چې دی له افغانستانه د ناټو د ځواکونو وتلو ته سترګې په لار دی.

د دیلي بیست خپرونې په باور، سربیره پر دې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلې دي چې له افغانستانه د امریکا د ټولو ځواکونو له وتلو سره به یې کار اسانه شي، خو د خپرونې په باور که چیرته ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي عواقب به یې ستر وي.
XS
SM
MD
LG