د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

ایراني او امریکایي چارواکو پر اټمي لانجې په جلا ډول خبرې وکړې


په جینوا کې پرون د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د اټمي خبرو د پیل په لومړی ورځ ایراني او امریکایي لوړ رتبه چارواکو هم په جلا ډول په خپلو کې خبرې وکړې.

ایراني چارواکي چې؛ په دغو خبرو کې یې ګډون کړی وویل چې؛ دغه خبرې د دې لپاره ترسره شوې چې یو بل خپل نظرونه سره تبادله کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې؛ د ایران او امریکا لوړ رتبه چارواکو په جینوا کې د اټومي خبرو ترڅنګ مخامخ خبرې کړي دي.

د امریکایي چارواکو په وینا دغه خبرې چې شاوخوا یوساعت یې دوام ګټورې بلل شوي دي.

په دغو خبرو کې د امریکا د بهرنیوچارود وزارت مرستیالې ویندي شیرمن او د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیرعباس عرقچي ګډون کړی و.

له خبرو مخکې عرقچي وویل، دا به یوه عادي کتنه وي او هدف یې له امریکایي چارواکو سره د نظریاتو تبادله ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارنی وویل، که څه هم په وروستیو کې مثبتې نښې لیدل شوي خو دوی د سمدستي جوړجاړي تمه نه کوي:

(موږ یقینا غواړو دا په ډاګه کړو چې د مثبتو نښو نښانو سره سره چې موږ لیدلي، هیڅوک دې د دې تمه نه کوي چې په یوه شپه کې یو مهم پرمختګ وشي.

دا ډیر پیچلی مسایل دي ځینې یې تخنیکي مسایل دي او لکه څنګه چې ولسمشر ویلي په دې برخه کې بې اعتمادي زیاته ده. خو موږ په جینوا کې پرمختګ ته هیله من یو.)

د سې شنبې د ورځې په پیل کې د اروپایي اتحادیې چارواکو وویل چې په جینوا کې ایران لویدیځ ته چې شک کوي دا هیواد به په پټه د اټومي وسلو د جوړلو لټه کوي، د خپل لانجمن اټومی پروګرام د هواري لپاره ډیرګټوروړاندیزونه وکړل.

په جینوا کې له ایران سره د شپږو قدرتونو د خبرو مشري د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشره کاترین اشټن کوي.

په دغو خبرو کې د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي، امریکا، روسیه، چین، بریتانیا، فرانسه اودغه رازجرمني شامل دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عرقچې چې عملا دغه خبرې مخ ته وړي خبریالانو ته وویل چې د نړۍ قدرتونو د ایران د وړاندیز شوي پلان په وړاندې ښه عکس العمل وښود. هغه په دې اړه زیات جزیات ورنکړل خو دومره یې وویل چې د ایران پلان کولای شي چې پرمختګ ته لاره هواره کړي.

خو د ایران ایسنا دولتي اژانس د عرقچې له قوله ویلی چې وایي، په یوې نهایي موافقه کې باید پرایران د لګول شویو بندیزونو لیرې کیدل شامل وي او هم ایران وکولای شي چې د یوارنیمو غني کولو ته دوام ورکړي.

عرقچې داهم ویلي چې د ایران په وړاندیزونو کې داهم ندي شامل چې ګواکې تهران به نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکوي چې د دې هیواد په اټومي تاسیساتو کې له مخکې نا اعلان شوې یا ناڅاپي پلټنی ترسره کړي.

تهران له دې مخکې د نړیوالی ټولنې هغه وړاندیز ردکړی وچې ویلي و تهران دې ترشل فیصدو پورې د یورانیمو غنی کول ودروي او په دې اندازه غني شوي یورانیم دې بهرته ولیږدوي.
XS
SM
MD
LG