د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

ټاکل شوې ده چې نن د ایران او د نړۍ د ۶ قوتونو تر منځ خبرې پیل شي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
ټاکل شوې ده چې نن په جینیوا کې د ایران او د نړۍ د ۶ قوتونو د استازو تر منځ دوه ورځنۍ خبرې پیل شي.

دا د ایران د ولسمشر په توګه د حسن روحاني له ټاکل کیدو وروسته لومړی ځل دی چې ددې هیواد د اټومي پروګرام په اړه د خبرو تازه لړۍ پیلیږي.

د ایران جمهور رئیس ژمنه کړې چې له لویدیځ سره به د خپل هیواد د اټومي پروګرام پر سر پورته شوې لانجه له ۶ میاشتو نیولې تر یو کال موده کې حل کړي.

ایران وايي د نړیوالو بندیزونو د کمولو لپاره دا هیواد چمتو دی چې د خپل اټومي پروګرام په اړه جدي خبري پیل کړي.

خو تهران بیا د یورانیمو د غني کولو په مسله کې لا هم خپل دریځ روښانه کړی نه دی.

په جینیوا کې د ایران او د نړۍ د قوتونو ترمنځ په کیدونکو ننیو خبرو کې د پرمختګ په اړه وروسته له هغې خوشبیني زیاته شوه چې ایران دغو خبرو ته د مرکچیانو نوې ډله واستوله.

د جینیوا په ننۍ غونډه کې د ایراني پلاوي مشري ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف کوي.

په دې خبرو کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ګډون دا څرګندوي چې دا هیواد دې غونډې ته دزیات اهمیت په سترګه ګوري.

د ستاکهولم د سولې د څیړنیز مرکز څیړونکی شانوون کیلې ،وايي دا له کلونو راهیسې د ایران د آتومي پروګرام د حل لپاره تر ټولو غوره فرصت دی.
"حسن روحاني د اټومي مرکچي په توګه کار کړی .دغه را ز نوموړی ددې لپاره له خلکو سره تعهد هم کړی دی نو دی یو څه هغه پانګه لري چې دداسې خبرو لپاره پخواني ولسمشر احمدي نژاد نه لرله.جواد ظریف د لویدیځ مرکچیانو په منځ کې پیژندل شوی کس دی ځکه نوموړی په ملګرو ملتونو کې د ایران استازۍ پاتې شوی دی."

خو ښاغلی کیلي وايي دا لا یقیني نه ده چې د ایران نوې پلاوی د سیاسي مانور لپاره څومره ساحه لري.

له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلي و چې هیواد يې چمتو دی د یورانیمو د غني کولو د پروګرام په ځینو اړخونو خبرې وکړي خو د عباس اراقچي په وینا د یورانیمو له عني کولو څخه تیریدل او یا بهر ته د هغې انتقالول د ایران لپاره سره کرښه ده.

د نړۍ ۶ قوتونه بیا له ایران څخه غواړي چې دیورانیمو د شل فیصده غني کولو پروسه ودروي ځکه چې دا اندازه د اټومي وسلو لپاره د لازمو غني شویو یورانیمو له اندازې سره نزدې ده.
اخوا بیا متحده ایالات وايي ښايي له ایران سره نورې کتنې هم ترسره شي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي تر څو چې ایران د ټولو اندیښنو په اړه سپیناوی ونه کړي ، پر ایران لګول شوي اساسي بندیزونه باید لري نشي.
XS
SM
MD
LG