د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۲

خلک د ولسمشرۍ له انتخاباتو د جګړه مارو اېستل غواړي


په داسې حال کې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، د ولسمشرۍ د انتخاباتو د اوه ویشتو کاندیدانو په اړه څېړنه کوي، په افغانستان کې ډېر شمېر خلک غواړي ځینې هغه جګړه مار قوماندانان چې په دې انتخاباتو کې درېدلي، د کاندیدانو له فهرسته واېستل شي.

د ولسمشرۍ احتمالي کاندیدانو د نوم ثبتولو پرمهال خپل لومړي او دوهم مرستیالان هم غوره کړل، خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ښايي د ځینو نومونو په اړه له سره غور وکړي. یوشمېر کاندیدان د خلکو ذهن ته د ۱۹۹۰مې لسیزې د کورنۍ جګړې بدې خاطرې ور یادوي چې په نتیجه کې یې لسګونه زره ملکي کسان ووژل شول.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو احتمالي کاندید اشرف غني احمدزي د شمال د ملېشو قوماندان جنرال عبدالرشیددوستم د خپل لومړي مرستیال په توګه غوره کړی، عبدالرب رسول سیاف او د ده لومړی مرستیال اسماعیل خان یو بشپړ جهادي انتخاباتي ټکټ ګڼل کېږي. سیاف په پلازمېنه کابل کې په پراخو سرغړونو تورن دی او اسماعیل خان په هرات او شاوخوا سیمو کې یو ځواکمن مشر ګڼل کېږي او په یوه بل ټکټ کې محمدمحقق چې له بشري حقونو په سرغړونو تورن دی د ډاکټر عبدالله عبدالله مرستیال دی.

د میزان په څوارلسمه وروسته له دې چې کاندیدانو خپل نومونه ثبت کړل ډېرشمېر افغانانو په دې اړه خپله نارضایتي د ټولنیزو شبکو له لارې څرګنده کړه. ودود پشتون پر خپله فېسبوک پاڼه د تېرو غلطیو په خاطر د دوستم د بخښنې په اړه ولیکل دا ډېره عجیبه خبر ده چې لومړی بېرحمي وکړه او بیا بخښنه وغواړه. نوموړی پوښتنه کوي، که زه لکه څنګه چې دوستم د ډېرو افغانانو کورنۍ ووژلې د ده ټوله کورنۍ ووژنم آیا دی به ما وبخښي؟

علیزی شینواری پر خپله فېسبوک پاڼه کې د سیاف مخالفت کوي او لیکي، موږ به هېڅکله هم سیاف او اسماعیل خان د خپلو مشرانو په توګه ونه منو، حتی که زموږ لپاره اټومي وسله هم جوړه کړي. دی زیاتوي چې د افغانستان دښمنان هېڅکله د دوی دوستان نشي کېدای.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد ودیرساپی وايي، ځینې افراد چې مشکوکه سابقه لري په انتخاباتو کې ګډون ته څه چې حتی باید آزاد ګرځېدو ته پرې نښودل شي.

ښاغلی ساپی وايي، د کاندیدانو په وروستي لېست کې د جګړه مارو قوماندانانو د نوم پاتې کېدل به بې له شکه په انتخاباتو کې درغلیو ته لاره پرانیزي.

د ښځو د حقونو مخکښه فعاله ثریاپرلیکا وايي چې افغان مېرمنې له دې احتمال څخه چې جګړه مارقوماندانان به بیا پر دې هېواد واکمن شي سخته وېره لري ځکه دهمدې قوماندانانو د خپل منځي جګړو له کبله د افغانستان موسسات له مینځه ولاړل او یوازې په پلازمېنه کې څه باندې ۶۵ زره انسانان ووژل شول. مېرمن پرلیکا د انتخاباتو له مسوولو چارواکو څخه غوښتي چې د جګړه مارو قوماندانانو نومونه د نومبر تر ۱۶ مې نېټې د کاندیدانو له وروستي لېست څخه وباسي:
"څنګه ممکنه ده چې که دوی دې واک ته ورسېږي خلک باور پرې وکړي. زه هیله لرم چې ځینې کسان چې په دې کارونو ډېر مشهور دي د څارنې او تفتیش د کمیسیون له خوا له لېسته واېستل شي او که له لېسته ونه اېستل شي موږ له خپلو خلکو غواړو چې دوی ته دې رایې نه ورکوي."

اوس پوښتنه داده چې آیا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي دا توان لري چې یو څوک د کاندیدانو له لېسته وباسي. د بشري حقونو د څار ټولنې پر افغان حکومت غږ کړی چې د عفوې او انتخاباتو هغه قوانین لغو کړي چې د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون څخه د تېرو بېرحمیو له وجې د ولسمشرۍ او د ولسمشر د مرستیالۍ د مقام لپاره د کاندیدانو د بې صلاحیته کولو اختیار اخلي. د بشري حقونو د څار د ټولنې د آسیايي برخې مشر برډ- اډامز وايي چې د ده ټولنې د ځینو کاندیدانو د سرغړونو اسناد برابر کړي دي. اډامز په ځانګړي ډول د دوستم او سیاف نومونه یاد کړل. ده زیاته کړه که دا مشران چې افغانستان یې وران کړی پر دې هېواد واکمن شي نو افغانستان به هېڅ راتلونکې ونلري:
"هغوی چې دا جنایات یې ترسره کړي دي لاهم له دې کاره لاس نه دی اخیستی او اصلاح شوي نه دي. دوی لاهم مافیا ډوله سیاستونو ته دوام ورکوي، په مستقیم یا غیرمستقیم ډول ملېشه ځواکونه لري او د ملي سیاستونو پرخلاف تنظیمي فعالیت کوي."

ادامز وايي ولسمشرحامدکرزی او لویدیځ متحدان یې د بشري حقونو په هغو پراخو سرغړونو د تورنو کسانو په محاکمه کې پاتې راغلي چې په تېرو پنځه دېرشو کلونو کې ترسره شوي دي. نوموړی وايي د ملګروملتونو سازمان په هغه پروسه کې شامل و چې هدف یې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له پرزېدو وروسته په افغانستان کې د انتقالي عدالت پلي کول و. د دې پلان له مخې په پام کې وه چې لومړی به سرغړونې معلومېږي او بیا به پر مهمو سرغړوونکو عدالت تطبیقېږي. د ادامز په وینا دا هڅې ځکه ناکامې شوې چې له ځواکمنو قوماندانانو سره معاملې وشوې او لویدیځ ولسمشرکرزی ونه هڅاوه چې د بشري حقونو پرسرغړوونکو قانون تطبیق کړي.
XS
SM
MD
LG