نن د ذوالحجه لسمه نیټه د لوی د اختر د لومړي ورځې سره سمون لري.
د لوی اختر ځانګړنه په دې کې ده چې؛ قرباني هم په کې کیږي.
خو په اسلام کې د قرباني شرايط څه دي او په چا کیږي، په دې اړه مرضیې احمدزۍ له دیني عالمانو سره خبرې کړي او دا راپور یې پرې برابر کړی.
دینې علمان وايي، هر څوک چې مالي توان ولري او پوروړی نه وي، په لوی اختر کې پرې قرباني لازم ده.
د کابل ښار د تمیم انصار د جومات ملا امام فطیف الله حق پرست وايي، په اسلام کې هغه حیوان ته خاص شرایط بیان شوي چې؛ په لوی اختر کې قرباني کیدای شي:
(دا واضح خبره ده او د همدې ایاتو په اساس قرباني کول د دین له واجباتو څخه ده چې؛ موږ باید قرباني وکړو او کوم حیوانات چې باید قرباني شي لکه اوښ، غوا، ګاوميښ، پسه او اوزه چې باید به دې برخه کې هم وضاحت ورکړم، چې اوښ باید له پینځو کلونو څخه کم عمر ونه لري،ګاومیښ باید له دو کلونو څخه کم عمر ونه لري او په همدې ډول پسه او اوزه باید له یو کال څخه ټیټ عمر ونه لري)
ښاغلي حق پرست وویل، کوم حیوانات چې ناروغه وي یا یې د بدن کومه برخه پرې وي، قرباني یې نه کیږي.
دیني عالمان وايي، قرباني کول یو لوي امتحان دي چې؛ څو کاله وړاندې حضرت ابراهیم ع ورڅخه په کامیابۍ ترې وتلی و.
ابراهیم خلیل الله د خدای په امر خپل زوی حضرت اسمعيل علیه سلام ذبح کاوه خو تر چړې لاندې د هغه پر ځای پسه راغلی وو.
د همدې ابراهیمي سند پر اساس په نړۍ کې مسلمانانو د حیواناتو په ذبح کولو سره د قربانۍ او سرښندنې څرګندونه کوي.
کابل ښاریان داسنت په پابندۍ سره مراعت کوي:
(زما نوم معلم عبدالغفور دی او ما د قرباني لپاره یو وری اخیستی .
زه هیله یم،قرباني که چېرې په چا فرض وه کوي یې او که نه وه نې کوي،د حضرت اسماعیل (ع) څخه د قربانی دود پاتې دي که چېرې موږ اوس حیوانات نه ذبحه کولې نو لازم وه چې موږ خپل اولادونه قرباني کړی واي.
زه ما نوم شمس الله ځاځی دی زه سږکال توان نه لرم بې وسې یم او قربانی نه کوم. )
خو هغه مسله چې تل تر پوښتنې را پیدا کوي هغه د قرباني د غوښې ویشل دی .
دینې علمان وايي ، سنت طریقه داده چې د قرباني غوښته درې تقسیمه شي او یوه برخه یې،
د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي د فقې د څانګې آمرډاکټر فیض الرحیم بصیرت وايي:
(د حضرت محمد (ص) سنت دا دی کهله چې یو مسلمان قرباني وکړی نو د قرباني غوښه باید په درې برخو وویشي.
یو برخه د خپلې کورنۍ لپاره جلا کړي.
دوهمه برخه خپلو او خپلوانو ته ورکړي.
او درېیمه برخه په بې وزلو کسانو وویشي.)
خو د قرباني داسې انتقادونه کیږي چې اکثره کابل ښاریان د ښار نظافت په پام کې نه نیسي.
دوی وايي چې یو شمیر خلک په لارو، کوڅو په هر بل ځای کې پرته له دې چې نظافت په پام کې ونیسي حیوان قرباني کوي.
ځینې ښاریان وايي چې دولت باید د قرباني لپاره خاص ځایونه مشخص کړي او خلک هم باید د قرباني له امله د ښار نظافت خراب نه کړي.
راپور:مرضیه احمدزۍ