د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، په اندړو ولسوالۍ کې يې غزني ښار ته پر لاره؛ له چاودېدونکو توکو يو ډک مازدا موټر نيولی دی. دوی وايي، په دغه ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته هم شوې ده، چې په کې دوه تنه وسله وال وژل شوي دی.
چارواکي وايي، پرون ناوخته د اندړو ولسوالۍ په جمال کلا او بسانې سيمو کې ملي پوليسو؛ ملي اردو او سيمه ييزو پوليسو له طالبانو سره نښته کړې ده؛ چې په کې دوه تنه وسله وال وژل شوي او زرګونه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم ورڅخه نيول شوي دي.
دوی وايي، نيول شوي چاودېدونکي مواد په يوه مازدا موټر کې بار وو؛ چې غزني ښار ته وړل کېدل.
د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، وروسته افغان سرتېرو د لارې پر سر، نيول شوی په چاودېدونکيو توکو بار موټر چوولی او جسدونه يې له ځان سره د ولسوالۍ ودانۍ ته وړي دي.
دی وايي، د چاودنې له امله، د چاودنې ځای ته په درې کيلو مټره واټن کې د خلکو د کورونو ښيښې ماتې شوې دي.
"عمليات ډېر په کاميابي سره سرته ورسېدل. نيول شوي مازدا موټر ته هم انفجار ورکړل شو، چې بېخې بېحده زورور انفجار وو.
وسله والو پلان درلود چې دغه چاودېدونکي مواد د اختر په شپو کې په غزني ښار يا اندړو ولسوالۍ کې وچوي، خو زموږ سرتېرو ورباندې وار ړومبی کړ. په دې سربېره په نښته کې دوه تنه طالبان وژل شوي، چې جسدونه يې پوليسو له ځان سره راوړي دي."
دېسيوال وايي، په چاودنه او عملياتو کې افغان سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی، خو ځينې سرچينې بيا وايي، چې په نښته کې د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
د سرچينو په خبره، په چاودېدونکو توکو بار موټرو له يو کور سره نږدې چول شوی دی، چې له امله يې چاودنې ته څېرمه کور هم په بشپړه توګه ويجاړ شوی.
تر اوسه پورې لا طالبانو د نښتې او چاودېدونکو موادو د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
سيدشاه سقيم