د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۸

بریتانیا او ایران به په خپلو اړیکې بیرته ټینګي کړي


بریتانیا او ایران په خپلو کې موافقه کړې چې؛ ډیپلوماتیک اړیکي به بیرته ټینګوي.

د تهران او لندن ترمنځ ډيپلوماتیک روابط په ۲۰۱۱ په تهران کې د بریتانیا پر سفارت له یرغل او د تهران د یو لړ نورو اقداماتو له امله پرې شوې.

دغه اقدام په داسې حال کې کیږي چې؛ د ایران د ولسمشر حسن روحاني حکومت هڅه کوي له نړېوالې ټولنې سره خپل اړیکې ښه کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وایي، بریتانیا او ایران یوه پروسه پیل کړې چې په نتیجه کې یې کیدای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سفارتونه بیرته پرانیستل شي.

د ایران او بریتانیا ترمنځ ډيپلوماتیک اړیکي له ۲۰۱۱ کال راهیسې پرې شوې دي.

ویلیام هیګ پارلمان ته وویل چې ده او د ده ایراني سیال محمد جواد ظریف موافقه کړې چې د اړیکو د ښه کیدو لپاره تدریجي ګامونه پورته کړي.

هیګ وویل، دواړه هېوادونه به لومړی غیر مقیم شارزدافیران وټاکي چې؛ په تدریجي ډول به د اړیکو پر پراختیا کار کوي چې احمتالا په نتیجه کې به یې په دواړو هېوادونو کې سفارتونه بیرته پرانیستل شي:

(زموږ ډیپلوماتیکي اړیکي هله سخت زیانمن شول چې؛ په ۲۰۱۱ کال کې په تهران کې زموږ پر سفارت برید شو او د ویانا کنوانسیون ته سپکاوی وشو او دغه راز هغه وخت چې د ایران پارلمان له بریتانیا سره د اړیکو پریکولو ته رایه ورکړه.

دواړو خواوو دا مساله درک کړې چې زموږ په دوه اړخیزو اړیکو کې دغه تاریخی پرمختګ دې ته اړتیا لري چې؛ د دواړو لورو له خوا په تدریجي ډول مخ ته لاړ شي.)

د ایران نیمه رسمي ایسنا خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې مرضیه افخم په حواله وایي چې؛ تهران تایید کړې چې بریتانیا او ایران له دی سره موافقه کړې چې په دواړو هیوادونو کې دې غیرمقیم شارزادفیران وټاکل شي.

په ۲۰۱۱ کال کې په تهران کې د بریتانیا پرسفارت یرغل په ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب وروسته د دواړو هیوادونو په ډیپلوماتیکو اړیکو کې ترټولو سخت بحران رامنځ کړ.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیریادونه وکړه چې د جون له میاشتې راهیسې چې حسن روحاني د ایران د ولسشمرپه توګه ټاکل شوی، د تهران د خبرو اترو په لحن کې بدلون راغلي خو هغه زیاته کړه چې په مخکې پرتو ستونزو ته باید په کمه سترګه ونه ګورو.

د هیګ په وینا په ایران کې د قدرت جوړښت ډیرپیچلی دی او یوشمیرکسان شته چې د حکومت له دریځ سره چې غواړي له لویدیځ سره اړیکی ښه کړي او د خپل هیواد د لانجمن اټومي پروګرم لپاره یوه حل لاره پیدا کړي، موافق ندي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا په دی ټینګاروکړ چې که ایران غواړي چې نړیواله ټولنه پرتهران بندیزونه لیرې کړی نودې اړتیا لري چې په خپل اټومي پروګرام کې اساسی بدلون راوړي.

لویدیځ شک کوي چې ایران په پټه د اټومي وسلو د تولید په لټه کې دی چې تهران بیا دغه ادعا ردوي.
XS
SM
MD
LG