د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

نوې نظرپوښتنه به د ايران د ولسمشر دريځ پياوړى کړي


روحاني
روحاني
د ايران ولسمشر تېره اوونۍ رسنيو ته وويل چې ده د يوې نظرپوښتنې امر کړى، چې معلومه کړي ايا د ايران خلک له امريکا سره د خبرو اترو پلوي که نه؟

د ازادۍ راډيو خبرياله ګلناز اسفندياري ليکي، په ٢٠٠٢م کال کې هم دغسې يوه نظرپوښتنه شوې وه، خو نتيجه يې د چارواکو په طبعه نه وه برابره.

ځينې کسان چې له اوسنۍ سروې سره په اړيکه کې دي وايي، نوې نظرپوښتنه به د ولسمشر نوى دريځ غښتلى کړي.

په داسې حال کې چې په ايران کې د حکومت د پرانيستي دريځ په اړه چې د ولسمشر له خوا په نړيواله کچه وښوول شو، بحثونه ګرم شوي، د ايران حکومت خلکو ته مخ اړولى او غواړي پوه شي دوى د دې نوي چلند په اړه څه فکر کوي.

د ايران د ولسمشر حسن روحاني وروستي اعلان چې غواړي د يوې سروې په مرسته د خلکو نظر معلوم کړي، چې ايا دوى له امريکا سره د اړيکو پلوي که مخالفت کوي؟ د توندلارو کسانو انتقادونه پورته کړي دي.

خو د نظرپوښتنو ترسره کوونکي چې نژدې لس کاله مخکې يې هم دغسې يوه سروې کړې وه، له چارواکو سره په لانجه کې دي، دېته د ولسمشر د دريځ د غښتلي کولو د هڅې په سترګه ګوري.

د ٢٠٠٢م کال سروې د دولتي اژانس ايرنا له خوا خپره شوې وه، د سروې له مخې د تهران له ٦٨ تر ٧٤ فيصدو پورې اوسېدونکو له امريکا سره د اړيکو د بيا اعادې پلوي کړې وه.

دغه نتايج د ايراني چارواکو په طبعه برابر نه وو، ځينې کسان چې په دې هڅه کې دخيل وو، د حکومت له خوا بنديان شول.

دغه نظرپوښتنه د هغه تحقيقاتي مرکز له خوا شوې وه، چې مشري يې د حسين غازيان پر غاړه وه.

دى چې اوس په امريکا کې اوسي، وايي نوې نظرپوښتنه به له روحاني سره مرسته وکړي، چې په ايران کې خپل منتقدان غلي کړي:

”روحاني په حاکميت کې دننه خپل ځينې مخالفان کولاى شي غلي کړي او ورته ووايي چې خلک دا غواړي. تر ټولو مهمه دا چې ښايي هغه کسان هم غلي کړي چې په حکومت کې دخيل نه دي خو په ټينګه د رژيم ملاتړي دي“

له لوېديځ سره د ډېر نژدې کېدو د هڅو له کبله پر روحاني انتقادونه شوي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه او له امريکايي ولسمشر بارک اوباما سره په ټليفوني خبرو کې دا بدلون له ورايه ښکارېده.

تازه نظرپوښتنه چې له لوېديځ سره د ايران د کړکېچ د کمېدو ملاتړ په کې شوى، ښايي توندلارو ته د منلو وړ نه وي، دوى له اوباما سره خبرې تر وخت مخکې بللې دي.
XS
SM
MD
LG