ټاکل شوې ده، چې د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن به په راتلونکيو څو ورځو کې د يوه پلاوي په ملتيا کابل ته لاړ شي.
پاکستاني رسنيو د مولانا فضل الرحمن د وياند جان محمد اڅکزي په حواله خبر ورکړى، چې افغان ولسشمر حامد کرزي مولانا فضل الرحمن ته د کابل د سفر رسمي بلنه ورکړې او په وينا يې چې نوموړي د افغان ولسشمر بلنه منلې او په راتلونکيو څو ورځو کې به د يوه پلاوي په ملتيا کابل ته لاړ شي.
د نوموړي په وينا، مولانا فضل الرحمن به له افغان ولسمشر، د سولې د عالي شورا له غړيو او نورو جګپوړو چارواکيو سره وګوري او د سيمې پر وضعيت، د افغانستان د سولې په پروسې او پر نورو دوه اړخيزو مسئلو به ورسره وغږېږي.
مولانا فضل الرحمن ته نزدې سرچينې وايي، چې افغان ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته د سفر پر مهال له هغه سره د ليدنې هيله څرګنده کړې وه، خو د وخت د کمښت له امله يې ورسره ونه ليداى شول.
د پاکستان د سياسي او روانو چارو څارونکي په داسې وخت کې چې په افغانستان او پاکستان کې له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو خبرې تودې شوي دي، کابل ته د مولانا فضل الرحمن سفر مهم بولي.
د سياسي او روانو چارو څارونکي عقيل يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې مولانا فضل الرحمن په افغان او پاکستاني طالبانو کې ډېر نفوذ لري او ښايي د کابل سفر يې ښې لاسته راوړنې ولري:
"تقريباً دوه کاله مخکې کرزي صيب مولانا فضل الرحمن په ګډون نورو پاکستاني مشرانو ته خطونه رالېږلي وو او ټليفونونه يې هم ورته کړي وو، او د هغه مدعا همدا وه چې پاکستانى ليډرشپ دې د افغان سولې لپاره يو کردار ادا کړي.
مولانا فضل الرحمن بلا شبه په دواړه طرفه طالبآنو کې ډېر اثر رسوخ لري، د پاکستان يو معتبره سياستدان دى، دى په دغه حواله باندې چې د هغه دغه وابستګي پاتې شوې ده او داسې خلک دي دواړو خواوو ته چې هغه خپل استاد ګڼي.
زما خپل خيال دا دى چې که دغه دوره وشي او مولانا فضل الرحمن کابل ته لاړ شي، يو طرفته که د دوى او د افغان دولت ترمنځ به يوه نوې رابطه جوړه شي، نو بل طرفته د کومو مقاصدو لپاره چې هغه د امن سره تړلي دي، د هغه مقاصدو لپاره چې افغان حکومت يې غواړي، نو زما خيال دا دى چې تر ډېره حده به ښې نتيجې مخ ته راشي."
مولانا فضل الرحمن تر دې مخکې په ٩٠مه لسيزه کې هم افغانستان ته تللى او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په ګډون يې د هغه وخت له مهمو چارواکيو سره هم ليدلي وو.
جمعيت علماء اسلام ګوند د پاکستان مذهبي او طالب پلوه ګوندونو له ډلې شمېرل کېږي او د سياسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې د ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په افغان او پاکستاني طالبانو کې ډېر نفوذ لري او ښايي کابل ته يې سفر ښې نتيجې ولري.
راپور: ذبيح الله شفق، پېښور