د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر تیره شپه ناوخته پای ته ورسیده.
د ولسمشرۍ د څوکۍ په اوه ویشت کاندیدانو کې یوازې یوې میرمنې خپل نوم د کاندیدې په توګه لیکلی دی. یو کم شمېر نورې ښځې د کاندیدانو د مرستیالانو په ډله کې هم څرګندیږي.
د ولسمشرۍ د څوکۍ د کاندیدانو په منځ کې د ښځو کمې ونډې د ښځو د حقونو یو شمیر فعالان اندېښمن کړي.
تیره شپه چې د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر پای ته ورسیده نو د اوه ویشت کاندیدانو په لیست کې خدیجه غزنوي یوازینۍ ښځینه کاندیده چې ځان یې د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړی دی.
د کاندیدانو په مرستیالانو کې هم د ګوتو په شمېر ښځې ترسترګو کیږي چې؛ د ښځو د کمې ونډې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان اندېښمن کړي دي.
دا چې ولې د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره د کاندیدانو په لیست کې د ښځو ونډه کمه ده ؟
پرټولنیزو او دودیزو ستونزو سربیره یې یو شمېر علت د پیسو هغه لوړه اندازه یادوي چې؛ د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید یې باید د ضمانت په توګه برابرې کړي.
د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرایوي مشر جانداد سپين غر ازادي راډيو ته وویل، د پیسو دې لوړې اندازې که له یوې خوا د ولسمشرۍ د کاندیدانو شمېر راکم کړ له بلې خوا یې په انتخاباتو کې د کاندید په توګه، د ښځو چې له اقتصادي پلوه ناتوانه دي د فعال ګډون مخه نیولې ده.
د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ هم د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره د کاندیدو شرایط داسې ګڼې چې؛ د دې په وینا د یو شمېر افغان ښځو لپاره یې پوره کول ستونزمن دي.
شکریه بارکزی وايي، د سلامشورو په بهیرکې هم د ښځو نظرونو ته ډیره پاملرنه نه ده شوې او د هغوي غږ نه اوریدل کیده.
د ولسمشرۍ د څوکۍ د کاندیدانو په منځ کې د ښځو د کم ګډون اندېښنه په داسې حال کې رابرسیره کیږي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي په یو شمیر ولایتونو کې د ولایتي شورا لپاره د ښځینه کاندیدانو شمیر هم کم دی.
همدارنګه د رای ورکونکو د نوم لیکنې په بهیر کې هم د ښځو د کمې ونډې په اړه اندېښنې لا دمخه موجودې دي.