د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسولین وايي دا ځلې هم د جمهوري ریاست د تیرې دورې په شان د ولسمشرۍ د کاندیدانو شمیر زیات دی.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د نوم لیکنې بهیر د یکشنبې په مازدیګر پای ته ورسید او په همدې ترڅ کې اوه ویشتو کسانو د ولسمشرۍ لپاره نومونه ثبت کړل.
د یکشنبې په ورځ چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې وروستۍ ورځ وه، تر ټولو ډیرو کاندیدانو نومونه ثبت کړل.
دغه پروسه د وږې په پینځه ویشتمه پيل شوه او د تلې په څوارلسمه نیټه د یکشنبې په مازدیګرپای ته ورسیده.
د شپې تر ناوخته:
که څه هم د کاندیدانو د نوم لیکنې پروسه د یکشنبې تر څلورو بجو پورې پای ته ورسیده، خو د هغو کاندیدان د نوم لیکنې بهیر چې له مخکې نه کمیسیون کې حاضر شوي وو؛ د شپې تر ناوخته پورې یې دوام و کړ.
یوازې د یکشنبې په ورځ اتلسو کسانو ځانونه د جمهوري ریاست لپاره ونومول.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس ضیاالحق امرخیل په وروستیو شیبو کې خبریالانو ته د جمهوري ریاست د کاندیدانو د شمیر په اړه داسې وویل:
"تاسو په جریان کې وئ دا پروسه د تیرې ورځې په څلورو بجو ختمه شوه. اما هر هغه څوک چې منتظر وو، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پریکړه و کړه چې؛ د هغوی اسناد به مخته وړي. له هغې نه وروسته به دا پروسه رسماً بندوي. خوشبختانه دغه پروسه بشپړه شوه. اوه ویشتو کسانو خپل نومونه ثبت کړل یا خپل اسناد یې رسماً د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته تسلیم کړل."
ښاغلي امرخیل زیاته کړه، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۲۳۸۰ کسانو د ولایتي شوراګانو لپاره ځانونه کاندید کړي؛ چې ۲۷۳ یې په کې ښځينه کاندیداني دي.
د جمهوري ریاست له کاندیدانو څخه یو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډاکټر زلمي رسول دی.
نوموړي احمد ضیا مسعود او حبیبه سرابي د خپلو مرستیالانو په توګه و ټاکل.
د انتقال د کمیسیون پخوانی رییس اشرف غني احمدزی هم له خپلو دوو مرستیالانو عبدالرشید دوستم او سرور دانش سره د یکشنبې په ورځ کمیسیون ته حاضر شو او خپل نوم یې ثبت کړ.
عبدالقیوم کرزي هم د نوم لیکنې په وروستۍ ورځ رسماً د جمهوري ریاست د یوه کاندید په توګه نوم لیکنه و کړه.
وحید الله شهراني او محمد ابراهیم قاسمي د نوموړي لومړۍ او دوهم مرستیالان دي.
ښځینه کاندیده خدیجه غزنوي:
په همدې ورځې نورو کاندیدانو هم نومونه و لیکل چې؛ انوار الحق احدي، عزیز الله لودین، ګل آغا شیرزی، داود سلطان زوی، سرور احمدزی، حمیدالله قادري، سردار محمد نادر نعیم، هدایت امین ارسلا، سلمان علي دوست زاده، فاروق اعظم، عبدالهادي دبیر، نادرشااحمدزی، ډاکټر داور نادي، نور الرحمن لیوال او ښځینه کاندیده خدیجه غزنوي دي.
دغو کاندیدانو تر ډیره د سولې ټينګښت، له فساد سره مبارزه او ښه حکومت داري له خپلو لومړیتوبونو څخه یاد کړل.
خو ځینو نورو یې بیا د جمهور رییس حامد کرزي د حکومت د ګټورو پروګرامونو پر تعقیبولو هم ټینګار و کړ.
وړاندې تر دې نهه نورو کاندیدانو هم د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو په توګه نومونه ثبت کړي.
دا کاندیدان ډاکټر عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، حشمت غني احمدزی، قطب الدین هلال، عبدالرحیم وردګ، دل آغا کوهدامني، سید اسحق ګیلاني، بسم الله شیر او فضل الکریم نجیمي دي.
څو کسانو معلوماتي بستې ترلاسه کړي دي؟
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې، مخکې تر دې له یاد کمیسیون څخه اته اویا کسانو معلوماتي بستې اخیستي وې چې؛ درې یې په کې ښځي وې.
خو له دې ډلې څخه د یوې ښځینه کاندیدې په ګډون یوازې اوه ویشتو کسانو رسماً د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو په توګوه خپل نومونه ثبت کړل.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو دکاندیدانو د اسنادو څیړل به د تلې له پینځلسمې څخه پیل کړي او د همدې میاشتې په اوه ویشتمې به یې ابتدایې لست خپور کړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په شپاړسمه نیټه تر سره کیږي.