د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۳

"د انتخاباتو د امنیت لپاره ګډ امنیتي پلانونه ترتیب شوي دي"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، کومې ولسوالۍ چې اوسمهال په کې امنیتي ستونزې لیدل کیږي؛ د انتخاباتو تر رسېدو به یې له مخالفینو پاکې کړي.

که څه هم ځیني افغانان په هیواد کې د انتخاباتو پرمهال پر احتمالي ناامنیو اندیښنه ښيي؛ خو د کورنیو چارو وزارت وایي چې؛ د انتخاباتو بریالیو ترسره کېدو ته یې له نورو ارګانو سره په ګډه امنیتي پلانونه ترتیب کړي او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به یې د هېواد په ټولو ناامنه سیمو کې مرحله په مرحله پلی کړي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبی په ورخ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل؛ کومې ولسوالۍ چې اوسمهال یې امنیت ډاډ من نه دی، د هغو تصفیه کولو ته یې عملیاتي پلانونه ترتیب کړی دی:

"د هلمند په ولایت کې په دوه ولسوالیو کار کوو، په غزني او ارزګان کې په یوې یوې ولسوالۍ کار روان دی. نورستان مو هم ترڅارنې لاندی دی.

داهغه سیمې دي چې، اوسمهال امنیتي ستونزې لري او زموږ په عملیاتي پلانونو کې شاملې دي، هیله ده د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په څېر دا هم پاکې او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې، په کی ستونزې اوارې شي."


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې د انتخاباتو لپاره یې د هېواد په مختلفو سیمو کې د نوم لیکلو په سلګونو او د رایو ورکولو شپږ زره او څه باندې اته سوه مرکزونه په پام کې نیولي و؛ خو په ځینو سیمو کې د ناامنیو له امله د رایو ورکولو دوه سوه نهه پنځوس مرکزونه تراوسه پرانستل شوي نه دي.

د کورنیو چارو وزیر پخوا ویلي وو چې؛ د رایې ورکولو له پلان شویو مرکزونو څخه یې سم نیمايي په بیلابیلو کچو، له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

دې کمیسیون تل پر امنیتي ارګانونو تاکید کړی چې؛ په هېواد کې دې د شفافو انتخاباتو ترسره کیدو ته د ټولو مرکزونو امنیت وساتي.

خو د کورنیوچارو وزارت بیا بیا ډاډ ورکړی چې؛ د انتخاباتو پروخت ترسر کېدو ته یې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له ډاډ سره سره د چارو ځیني پوهان وایي؛ ممکن امنیتي ارګانونه د نوم لیکلو او رایې ورکولو د مرکزونو امنیت وساتي، خو په لارو، کورونو او کلیو کې د رایو ورکوونکو امنیت ساتل په اوسنیو شرایطو کې ګران دی.

د کورنیو چارو پخوانی مرستیال جنرال عبدالهادي خالد وایي:

"دوی کولی شي چې، یوازې د انتخاباتي حوزو امنیت وساتي او که وایي چې؛ د انتخاباتو لپاره د ټول هېواد امنیت ساتي چې؛ خلک په ازاده توګه رایې ورکړي او په ارامه توګه کورونو ته ستانه شي؛ دا ناممکنه ده، ځکه د ځینو سیمو کلي او لیرې پرتې سیمې ناامنه دي او د دولت په نسبت په کې د مخالفینو، ترهګرو او قاچاق کوونکی واک زیات دی."

ټاکل شوې ده، د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د راتلونکي کال د حمل په شپاړسمه ترسره شي.

دا چې امنیتي ارګانونه به وتوانیږي چې؛ ترشاوخوا شپږو میاشتو پورې د انتخاباتو بشپړ امنیت ونیسي، دا به وروسته معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG