د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۳

قیوم کرزي د جمهوري ریاست ټاکنو ته رسماً ځان کاندید کړ


د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست د کاندیدانو شمیر د نن ورځې تر څلورو بجو پوري چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د نوم لیکنې وروستۍ ورځ وه؛ شپاړسو کسانو ته ورسید.

د جمهور رییس حامد کرزي ورور قیوم کرزي چې د نن ورځې په وروستیو ساعتونو کې یې ځان د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره د یوه کاندید په توګه ثبت کړ وویل، چې دی تر یو حده د اوسني حکومت له پروګرامونو سره موافق دی او د بریا په صورت کې به یې تعقیب کړي.

د کانونو او پطرولیم مستعفی شوی وزیر وحیدالله شهراني او ابراهیم قاسمي د نوموړي مرستیالان دي.

له قیوم کرزي سره د جمهوري ریاست د کاندیدانو شمیر شپاړسو کسانو ته و رسید.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې، لا هم یو شمیر احتمالي کاندیدان د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې نوم لیکنې ته انتظار باسي.

د یاد کمیسیون د معلوماتو له مخې ښایې د جمهوري ریاست د کاندیدانو د نوم لیکنې پروسه تر څو نورو ساعتونو پورې هم اوږده شي.

ډاکټر زلمی رسول، ډاکټر اشرف غني احمدزی، حمیدالله قادری، داود سلطان زوی، سردارمحمد نادر نعیم، او سرور احمدزی هغه کسان دي چې نن یې رسماً د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره نومونه ثبت کړي.

جنرال عبدالرشید دوستم او سرور دانش د اشرف غني احمدزي مرستیالان دي.

د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود او د بامیانو پخوانۍ والیه حبیبه سرابي د زلمي رسول مرستیالان دي.

ګل آغا شیرزوی، انوار الحق احدي، عزیز الله لودین، خدیجه غزنوي او یو شمیر نور له هغو کسانو څخه دي چې؛ ټاکل شوې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندیدانو په توګه خپل نومونه ثبت کړي.


وړاندي تر دې ډاکټر عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، بسم الله شیر، فضل الکریم نجمي، حشمت غني احمدزي، قطب الدین هلال، عبدالرحیم وردګ، سید اسحق ګیلاني او دل آغا کوهدامني هم د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ځانونه کاندید کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل یا اوري په شپاړسمه نیټه کیږي.

پخواني معلومات:

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندیدانو شمیر ۱۵ تنو ته ورسیده.

د بهرنیو چارو پخوانی وزیر زلمي رسول هم د یوه کاندید په توګه خپل نوم ثبت کړ.

احمد ضیا معسود او د بامیانو بخوانۍ والیه حبیبه سرابي یې مرستیالان دي.

تر دې مخکې ډاکتر اشرف غني احمدزي نوم ولیکه چې؛ جنرال عبدالرشید دوستم او سرور دانش یې مرستیالان دي.

د پخواني ولسمشر داود خان د ورور لمسی سردار نادر نعیم، سرور احمدزی، داود سلطان زوی او حمیدالله قادري د جمهوري ریاست درې نور کاندیدان دي چې؛ نن یې نوم لیکنه وکړه.

بل خوا د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انوارالحق احدي د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندیدیدو لپاره له خپلې دندې استعفا وکړه چې؛ ټاکل شوې په راتلونکو څو ساعتونو کې نوم لیکنه وکړي.

عبدالرحيم وردګ، سيد اسحق ګیلاني، قطب الدين هلال، حشمت غنى احمدزى دل آغا کوهدامني، ډاکتر عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، بسم الله شیر او فضل کریم نجیمې هغه کسان دي چې؛ وړاندې تر دې د کاندیدانو په توګه خپل نومونه ثبت کړي و.


پخواني معلومات:

د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو دنوم لیکنې په وروستۍ ورځ ډاکټر اشرف غني احمدزي رسماً خپل نوم د دې انتخاباتو د کاندید په توګه ثبت کړ.

په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې د بهیر پای ته رسیدو ته یوازي څو ساعته پاتې دي؛ نن تر غرمې دیارلسو کاندیدانو رسماً خپل نومونه د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې ثبت کړي.

ډاکټر اشرف غني احمدزۍ چې یو مطرح کاندید دی؛ نن له خپلو دوو مرستیالانو عبدالرشید دوستم او سرور دانش سره کمیسیون ته حاضر شو.

نوموړي د عدالت ټينګښت، د سولې او ثبات راوستل او د یوه ملي حکومت جوړول خپل اساسي اهداف یاد کړل.

"عدالت ده چې موږ سره یو ځای کولای شي. د دې لپاره چې یو عادل نظام ته و رسیږو لومړۍ باید ثبات راولو او ثبات دا غواړي چې موږ ټول یو بل ومنو. بې له یو بل له منلو او ملي وحدت څخه هغه تیوري فرض چې په هوا کې وي، نتیجه نه ورکوي."

سرور احمدزی او حمید الله قادري هم هغه کاندیدان دي چې؛ نن یې نومونه د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کی ثبت کړل.

وروستۍ کس چې کمیسیون ته د نوم لیکنې لپاره حاضر شوی سردار نادر نعیم و.

دی د پخواني جمهور رییس داود خان د ورور لمسی دی.

اخوا ټاکل شوې ده د سوداګرۍ وزیر ډاکټر انوار الحق احدي هم نن کمیسیون ته د جمهوري ریاست د کاندیدت په توګه د نوم لیکنې لپاره حاضر شي.

د دې وزارت ویاند وحید الله غازي خیل نن آزادي راډيو ته وویل؛ چې محمد اسماعیل قاسمیار او حشمت الله مجددي یې لومړۍ او دوهم مرستیالان ټاکل شوي.

دغه راز د قیوم کرزي د دفتر یوه مسوول هم آزادي راډيو ته دا منلې چې نوموړی به نن کمیسیون ته حاضر شي او خپل نوم به ثبت کړي.

ویل کیږي چې د حج او اوقافو پخوانی وزیر نعمت الله شهراني او ابراهیم قاسمي یې مرستیالان دي.

ټاکل شوې د ډاکټر زلمی رسول، ګل آغا شیرزوی او داود سلطان زوی په ګډون یو شمیر نور کسان هم نن د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د کاندیدانو په توګه نوم لیکنه وکړي.

وړاندې تر دې ډاکټر عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، بسم الله شیر، فضل الکریم نجمي، حشمت غني احمدزي ، قطب الدین هلال، عبدالرحیم وردګ، سید اسحق ګیلاني او دل آغا کوهدامني هم د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ځانونه کاندید کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې له یاد کمیسیون څخه د جمهوري ریاست اته اویا احتمالي کاندیدانو معلوماتي بستې اخیستي چې درې یې په کې ښځي دي.

خو دا لا نه ده څرګنده چې د نن لپاره به نورڅومره کسان حاضر شي چې؛ نومونه ثبت کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د حمل په شپاړسمه نیټه تر سره کیږي.
XS
SM
MD
LG